له لاس انجلسه تر کابله د مینې په لټه کې

د خپريدو وخت: 06:48 گرینویچ - 27 جنوري 2013 - 08 سلواغه 1391
سام فرینچ

سام وايي د معشوقې مینې د افغانستان سفر ته اړ کړ.

سام فرینچ، "د وزلوبې ماشومان" فلم هغه ډایرکټر دی، چې په وروستیو کې د سږني کال د اوسکار د لنډو فلمونو جایزې ته کاندید شوی و.

په ۲۰۰۸ کال کې دغه مشهور مستند جوړوونکی امریکایی افغانستان ته د خپلې معشوقې لپاره تللی و، چې کابل کې یې د برتانیا په سفارت کې کار کاوه.

د هغې مینې سام د افغانستان سفر ته اړ کړ.

ښاغلی فرینچ وايي، افغانستان ته له سفر مخکې یې د دغه هېواد په اړه فکر کاوه، چې یوازې د جګړو هېواد دی.

دی وايي، چې لوېديځو رسنیو د دغه هېواد کړکېچ هومره ډېراوه، توا چې هلته هېڅ انسانان ژوند نه کوي، او یوازې د جګړو، چاودنو، ځانوژونو او بې وزلۍ خبرونه یې په اړه ورکول کېدل.

ښاغلی فرینچ زیاتوي، چې "کله چې افغانستان ته ولاړم، کاملاً مې ذهن بدل شو. سمه ده، چې هلته بې وزلي ده، خو له کلتوري بډاینې موړ هېواد دی، افغانستان داسې کیسې لري، چې تر اوسه هېچا ته نه دي ویل شوې. خلک یې مېلمنو ته تک خندان او تود هرکلی کوي."

د بي بي سي محب مدثر له ښاغلي سام سره مرکه کړې ده.

سام وايي: "کله چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته ولاړم، د ډیویلاپمنټ پیکچرز په نامه یو شرکت مې جوړ کړ، زموږ کار د مستند فلم جوړول وو، خو له مسلکي اړخه زه د سینما یو مستند جوړوونکی یم."

دی وايي چې خپل یو امریکایی ټولیګوال یې، چې هغه هم د فلم جوړونې ښوونځی لوستی، د ده کتلو ته افغانستان ته په ۲۰۰۹ کال کې ورغی، چې هغه هم د افغانستان لیدو ته ډېر لېواله و.

"موږ وغوښتل چې دغه فلم د افغانستان پر کلتور پورې تړلی وي."

سام فرینچ

سام بي بي سي ته زیاتوي، چې "ټولیګوال یې ترې وغوښتل، چې د فلم یوه کیسه ولیکي، او خپل اندونه یې په دې اړه له ماسره شریک کړل. ګډ مو کار ورباندې کړ او د فلم کیسه مو ولیکله."

دغه امریکایی ډایرکټر وايي، د فلم موضوع یې "د وزلوبې ماشومان" غوره کړه، چې د هغو دوو ماشومانو په اړه ده، چې د کابل په زاړه ښار کې ژوند کوي.

دی وايي "که څه هم په لوېديځ کې د وزلوبې په اړه ګڼ خلک مالومات نه لري او ډېرو به لا دا نوم اورېدلی هم نه وي، خو موږ وغوښتل چې دغه فلم د افغانستان پر کلتور پورې تړلی وي."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .