د ناټو تر وتلو وروسته د پاکستان پر رول خبرې

د خپريدو وخت: 06:42 گرینویچ - دوشنبه 28 جنوري 2013 - 09 سلواغه 1391

افغان پلاوی له پاکستاني امنیتي چارواکو سر پر دوه اړخیزه همکاریو غږېږي.

د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي پاکستان ته د خپل پنځه ورځني سفر په لومړۍ ورځ اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دفاعي همکارۍ، سرحدي سیمو کې په امنیت، وړاندیز شوي ستراتژیک تړون او له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د پاکستان په رول خبرې پیل کړې دي.

بسم الله محمدي د یو شپږ کسیزه پلاوي په مشرۍ د یکشنبې په ماښام اسلام اباد ته رسېدلی و.

د پاکستان د پوځ مشرجنرال اشفاق پرویز کیاني کابل ته د نومبر په میاشت کې د خپل سفر پرمهال د افغانستان وزیر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې وه.

د پاکساني پوځ یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د افغانستان د دفاع وزیر به جنرال کیاني ترڅنګ جګپوړو حکومتي او پوځي مشرانو سره په دوه اړخیزه همکارۍ خبرې وکړي.

افغان پلاوی به د پاکستان دفاعي مرکزونو لیدنه او اسلام اباد کې د ملي دفاع پوهنتون ته ورشي او دغلته به د پاکستاني پوځ افسرانو ته وینا هم وکړي.

پر پوله ترینګلتیا

بسم الله محمدي په داسې وخت د پاکستان سفر پیل کړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دې وروستو کې په پوله ترینګلتیا ډېره شوې وه، او سرچینې وایي چې دا به هم د دفاعي چارواکو د خبرو یو ټکی وي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ وړاندیز شوی ستراتیژک تړون هم د خبرو موضوع ده.

اسلام اباد ته د افغانستان د بهرنیي وزیر د وروستي سفر پرمهال پاکستان د وړاندیز شوي تړون مسوده هغه ته ورکړې وه.

"پاکستان او افغانستان دواړو کې ستونزې شته، چې په خبرو کې دواړې غاړې یې په ګډه حل او له یوبل سره مرسته کولی شي.‍‍"

شهنواز تڼی

د افغانستان له خوا پاکستان ته د ناتو د ځواکونو تر وتلو وروسته د راتلونکي پلان په تړاو ورکړې شوې 'لارنقشه' هم د دفاع د پلاوي د خبرو موضوع کېدی شي.

سرچینو اسلام اباد کې بي بي سي ته ویلي چې پاکستان په دغه لارنقشه کې د بدلون وړاندیز کړی چې وروسته یوه ترمیم شوې مسوده پاکستان ته ورکړل شوې وه.

د افغان پلاوې د سفر په اړه د افغانستان د دفاع پخواني وزیر شهنواز تڼي بي بي سي ته وویل دواړه هېوادونه باید د باور زیاتولولپاره کار وکړي.

تڼي زیاته کړه چې دواړو هېوادونو کې ستونزې شته، چې په خبرو کې دواړې غاړې یې په ګډه حل کولو لپاره همکاري کولای شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .