ایران د افغانستان لوېديځو سیمو ته برېښنا ورکوي

د خپريدو وخت: 13:08 گرینویچ - دوشنبه 28 جنوري 2013 - 09 سلواغه 1391

چارواکي تمه ښیي، چې د دغه سند په لاسلیک کولو سره به په هرات کې د برېښنا ستونزې هوارې شي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر محمد اسمعیل خان له ایران سره د یوه هوکړه لیک د لاسلیکولو پرمهال وویل، چې له ایراني اړخ په شوي هوکړه لیک کې به د فراه ولایت د برېښنا کمبودي هم پوره شي.

ایران د افغانستان له لوېديځو سیمو سره تر ۱۳۹۴ کال پورې د برېښنا د تامینولو قرارداد لري.

د افغانستان او ایران ترمنځ د نوي هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به د هرات برېښنا له ۹۰ مېګاواتو څخه ۱۴۰ میګاواټو او د نیمروز برېښنا به له لسو میګاواټو څخه ۲۴ میګاواټو ته لوړه شي.

په تېره یوه میاشت کې په هرات ښار کې خلک د برېښنا له ستونزو سره مخامخ وو، چې له امله يي خلکو اعتراضونه هم وکړل.

چارواکي تمه ښیي، چې د دغه سند په لاسلیک کولو سره به په هرات کې د برېښنا ستونزې هوارې شي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر اسمعیل خان د دغه سند د لاسلیک کولو پر مهال وویل، د فراه د برېښنا په اړه يي له ایراني لوري سره خبرې کړي او ټاکل شوې، دغه ولایت ته تر ۱۰۰ مېګاواټو برېښنا ورکړل شي.

د برېښنا بیه

مجید نامجو

ښاغلي نامجو امنیتي ستونزې په افغانستان کې د بیارغونې په مخ کې د لوی خنډ په توګه یاد کړ.

اسمعیل خان زیاتوي چې د ایران د برېښنا په بیه کې بدلون نه دی راغلی:

''فراه ولایت ته د برېښنا د رسولو او د دغې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره له دواړه لورو نه تخنیکي پلاوی ټاکل شوی دی. ایراني وروڼو مو دا منلې، چې له ۵۰ تر ۱۰۰ میګاواټو پورې فراه ولایت ته برېښنا ورکوي.''

دغه هوکړه کابل ته د ایران د اوبو او برېښنا د وزیر مجید نامجو د سفر پر مهال شوې ده.

ښاغلي نامجو امنیتي ستونزې په افغانستان کې د بیارغونې په مخ کې د لوی خنډ په توګه یاد کړ.

''په افغانستان کې هغه څه مو چې کار محدودوي، هغه امنیتي ستونزې دي. د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره باید د دواړو هېوادونو خلک او دولتو سره لاس ورکړي او په ګډه کار وکړي، نو افغانستان به په چټکی سره ودان شي. او ایران په د افغانستان په بیا رغولو کې مهم رول لوبولی شي.''

"تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران ، افغانستان ته د برېښنا له سترو صادرونکو څخه دي."

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت تېره ورځ د برېښنا دوه جنراتورونه چې پنځوس مېګاواټه برېښنا تولیدوي په کابل کې فعاله کړل.

دغه وزارت وايي، نوي فعال شوي جنراتورونه په یو ساعت کې ۱۸ زره لېټره تېلو ته اړتیا لري او یوازې په بېړني حالت کې کار ورڅخه اخیستل کېږي.

تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران ، افغانستان ته د برېښنا له سترو صادرونکو څخه دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .