د حکومت سیاسي مخالفین د یوه کاندید ملا تړي

د خپريدو وخت: 05:19 گرینویچ - دوشنبه 28 جنوري 2013 - 09 سلواغه 1391

د ملي جبهې حکمت مخالفې ټلوالې مشرانو ویلي، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به د یوه کاندید ملاتړ کوي.

د بلخ له والي عطا محمد نور سره د حکومت مخالفې سیاسي ټلوالې د مهمو غړو جنرال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، امرالله صالح، او د ملي جبې مشر احد ضیاء مسعود یوځای په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې له یوه نوماند ملاتړ یادېږي.

دوی د یکشنبې په ورځ (جنوري ۲۷) په یوې خبري ناستې کې وویل چې د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې موخې او اندېښې شریکې دي.

د وحدت ګوند مشر او د ملي جبهې غړی محمد محقق وايي چې راتلونکې ټاكنې د هېواد د سياسي راتلونكې لپاره مهمې دي:

''موږ دلته له دغو درنو مشرانو سره یوځای شوي یو، غواړو د افعانستان خلکو ته خپل پیغام ورسوو، چې موږ دغه کسان به په را روانو ولسمشریزو ټاکنو یوځای اوسو. او له خپلو خلکو وغواړو چې خپلې رایې باطلې نه کړي او رايې د یوه کس صندوق ته ور واچوي چې هغه کس به وروسته معلوم شي.''

د مزار شریف په دغه ناسته کې د بلخ والي عطاء محمد نور هم ګډون کړی و.

شرطونه

"والي دې همداسې وي، وړتیا یې لري، مزار شریف ته ډېر وخت نه وم راغلی، باید دده کارنامې یادې شي."

دوستم

ښاغلی نور وايي، چې پا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د یو لړ شرطونو په نظر کې نیولو په صورت کې برخه اخلي:

''زموږ لومړی معیار نوماندي نه ده، د افغانستان امنیت، د افغانستان ساتنه، د لاسته راوړنو ساتنه په ۲۰۱۴ کې د افغانستان ساتنه، او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل زموږ موخه ده.

زه په راتلونکو ټاکنو کې هله ځان نوموم چې دغه راټول شوي مشران رهبران او د افغانستان د بېلو سیمو، دجمعیت د مشرانو او د ملي جبهې خوښه په کې وي، خو که داسې ونه شو او بیا هرچا له هرې خوا ځان نوماند کاوه، نو زه به هم ور ووځم.''

خو ښاغلي نور د یو شمېر رسنیو دا راپورونه رد کړل، چې ګني دی غواړي په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د احتمالي نوماند زلمي خلیل زاد مرستیال وي.

د ملي جهې مشر احمد ضیاء مسعود هم وویل چې که يې ټلواله په دې سلا شوه، چې عطاء محمد نور دې د دوی نوماند وي، دی په کې ستونزه نه لري.

خو د جنرال عبدالرشید دوستم چې پخوا يې له ښاغلي نور سره د اړیکو د تریګلتیا خبرونه موجود وو، وویل چې نوموړی وړتیا لري:

''والي دې همداسې وي، وړتیا یې لري، مزار شریف ته ډېر وخت نه وم راغلی، باید دده کارنامې یادې شي. که هر ولایت همداسې والي ولري او همداسې د بیارغونې په اړه فکر ورسره وي، نو خلک به له بیارغونې راضي وي. ده ښه کارونه کړي.''

باطل

"د چارو یو شمېر کتونکي په دې اند دي، که د حکومت مخالفې ملي جبې د هڅو او ملاتړ لمن نوره هم پراخه شي، نو د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې یوه لوی اړخ بلل کېدای شي."

دغو څېرو په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې له حکومت غوښتي چې د راتلونكو ټاكنو په موخه باید د رای ورکولو زاړه کارتونه باطل او پرځای خلکو ته نوي کارتونه او الکترونیکي پېژندپاڼې ووېشل شي.

همداراز په اعلاميه كې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له لوري پر جنرال دوستم، عطاء محمد نور او محمد محقق لګېدلي تورونه یو سیاسي حرکت بلل شوی دی.

په اعلاميه كې له طالبانو سره د حکومت د سولې روانې هڅې نيمګړې بلل شوې وې او وړانديز شوى، چې بايد د سولې په روانو هڅو كې د ټولو سياسي خواوو نظر شریک شي.

د دولت د مخالفې ټلوالې او سیاسي ګوندونه هڅې داسې مهال تودې شوې دي، چې لا په افغانستان کې ولسمشریزو ټاکنو ته ډېرې میاشتې پاتې دي.

د چارو یو شمېر کتونکي په دې اند دي، که د حکومت مخالفې ملي جبې د هڅو او ملاتړ لمن نوره هم پراخه شي، نو د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې یوه لوی اړخ بلل کېدای شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .