د جګړې زیانونه، میراث او د سولې هڅې

د خپريدو وخت: 04:03 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

په دغه نندارتون کې د شاوخوا تېرو څلورو لسیزو ناخوالو خاطرې راټولې شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ سازمان د شپاړسو نورو ټولنو او کاناډا سفارت په مرسته دوه ورځنی نندارتون جوړ کړی چې موخه یې د جګړې له میراثونو، او د هغو له زیانونو سره د ځوانان اشنا کول دي.

په دغه نندارتون کې د افغانستان له ځینو سیمو د جګړې د قربانیانو خپلوانو د خپلو عزیزانو د عکسونو تر څنګ د هغوی جامې، لوښي، څپلۍ او ګڼ نور شیان نندارې ته ایښي وو.

د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسي سازمان اجراییوي مشر خدا داد بشارت وايي شاوخوا شپاړسو ټولنو په ګډه دغه نندارتون جوړ کړی چې موخه یې د جګړې له خاطرو د ځوانانو خبرول دي، دی زیاتوي د جګړې د مېراثونو د ساتلو لپاره نور ورته پروګرامونه هم لري:

"ددغه نندارتون جوړوونکي وايي د تېرو شاوخوا څلورو لسیزو د یو ګڼ شمېر قربانیانو خاطرې یې راټولې کړې دي، چې له دې لارې کولای شي ځوانان د سولې هلو ځلو ته وهڅوي."

''موږ په افغانستان کې د جګړې د میراثونو د ساتلو لپاره یو بل راپور هم لرو، چې له تاریخه د پند اخیستلو او په افغانستان کې د ناورین د تکرار د مخنیوي لپاره دي او په دې برخه کې موږ د نورو ټولنو په مرسته ځانګړي نور پروګرامونه هم لرو چې افغان حکومت ته یې وړاندې کړو''.

د دغه نندارتون د یو شمېر ولایتونو جګړه ځپلي خلک هم ورغلي وو او هلته یې خپلې د جګړې خاطرې لیکلې، یو ځوان چې د جګړې له امله له هلمنده کابل ته راغلی وايي جګړو خلک ستړي کړي او باید پند ترې واخیستل شي:

''زما نوم محمد عوض دی او د هلمند اوسېدونکی یم چې اوس د کابل په نوآباد کې اوسیږم. موږ خپل کلی د مستۍ له کبله نه دی خوشې کړی بلکې هلته جنګ جګړې وې، یو سړی خپل وطن د مستۍ له امله خوشې کولی شي؟ نه. خپل کور پرېښودلی شي؟ نه. خو موږ د جنګ جګړو له امله کور کلی پرېښود، نو باید له دې حالته تول پند واخلو''.

ددغه نندارتون جوړوونکي وايي د تېرو شاوخوا څلورو لسیزو د یو ګڼ شمېر قربانیانو خاطرې یې راټولې کړې دي، چې له دې لارې کولای شي ځوانان د سولې هلو ځلو ته وهڅوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .