بې وزلۍ پلار د ۶ کلنې نغمې پلورلو ته اړ کړ

د خپريدو وخت: 11:26 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391
نغمه

د نغمې پلار تاج محمد وایي چې د پیسو په بدل کې د اولاد خرڅول ورته ګران دي

له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د سلګونه مېلیونه ډالرو له مرستو سره سره، په کابل کې د ساړه ژمي، فقر او بې وزلۍ له کبله یوه کډواله کورنۍ د خپلې کوچنۍ لور پلورلو ته اړ شوې ده.

د قمبر د کډوالو پنډغالی د ولسمشرۍ ماڼۍ او له کابل سره د مرسته کوونکو هېوادونو د سفارتونو په شاوخوا شل کیلو مېترۍ کې موقعیت لري، په دغه پنډغالي کې تر ډېره د جنوبي ولایتونو بې ځایه شوي دي چې د جنګ جګړو له کبله کابل ته راکوچېدلي.

کلېکاږل د کډوالو ژوند - انځورونه

که سړی په دغه پنډغالي کې د کډوالو ژوند وګوري، نو پر ذهن کې یې له میلاد مخکې د ژوند کیسې انځورېږي، په یوه شلیدلې خیمه کې چې ځمکه یې نمجنه او خټینه ده، تر لسو پورې کسان هم ژوند کوي.

په دغه کمپ کې شاوخوا لس زره بې ځایه شوې کورنۍ مېشتې دي.

شپږ کلنه نغمه چې لا په ښو او بدو او د خپل راتلونکي په تړاو هم سمه نه پوهېږي، د کابل د وژونکي ژمي په سړه هوا کې له خپلې زړې کېږدۍ او کنډر کور د باندې ډېر وخت له خپلو همزولو سره پر لوبو بوخته وي.

جانان

درې کلن جانان په روانه جنورۍ کې د یخنۍ له کبله ساه ورکړه.

د نغمې پلار تاج محمد وایي چې د پیسو په بدل کې د اولاد خرڅول ورته ګران دي، خو ده ځکه د لورخرڅلاو ته غاړه کېښوده چې د خپلو نورو ماشومانو ژوند په همدې پیسو وژغوري.

تاج محمد د خپلې کورنۍ له ۹ غړو (مېرمن او ۸ اولادونو ) سره په کنډواله کور کې ژوند کوي، نژدې یوه میاشت وړاندې يې د یخنۍ له امله یو ماشوم له لاسه ورکړی، نو ځکه دده په وینا سخت ژمي، سړې هوا، د خوراکي او سون توکو نشتوالي دې ته اړویست چې خپله ۶ کلنه لور د څه باندې سل زره افغانیو په بدل کې د یو تن خپلوان ۱۶ کلن زوی په نوم کړي.

تاج محمد چې د خبرو پر وخت یې په سترګو کې اوښکې ډنډې شوې، ویې ویل چې هېچا ورسره مرسته ونه کړه، نو ځکه مجبور شو چه خپله لور په ماشومتوب کې د پیسو په بدل کې د بل چا په نوم کړي.

د نغمې راتلونکی ژوند

نغمه لا له خپل راتلونکي ژونده بې خبره ده، د خپل ماشومتوب په هوسونو کې ژوند کوي، هغه له ښوونځي سره مينه لري،کله چې ترې پوښتنه وشي چې په راتلونکي کې څه غواړې؟ وايي چې ښوونځي ته به ځم.

خو ښايي سوړ ژمی د نغمې ژوند او راتلونکی بدل کړي او هغه د خپل هېلو ترلاسه کولو ته پرې نه ږدي.

"د کابل په کمپونو کې په روان ژمي کې د یخنۍ له کبله لږ تر لږ ۱۳ کسه مړه شوي چې ډېری یې ماشومان دي."

یو شمېر داسې نورې کورنۍ هم شته چې په کم عمر کې خپلې لوڼې د بل په نوم کوي، خو بیا یې واده هغه وخت ورکوي چې کله نجلۍ شپاړس کلنه شي.

خو په نغمې بل ډول ټوکه شوې، هغه چا چې نغمه د پیسو په بدل کې اخیستې وایي چې په راتلونکي کال کې به دوی نعمه له ځانه سره بيايي چې ښايي په دغه کار سره د نغمې ژوند لا نور هم له کړاوونو او دردونو سره مخامخ شي.

په کم عمر له کورنۍ څخه جلا کېدل د هېڅ ماشوم لپاره د منلو وړ نه دي، خو دا چې په نغمې به څه تېر شي دا هغه پوښتنه ده چې وخت به ځواب ورکوي.

سړه هوا او سړه خونه

تاج محمد په انګړ کې د اوسېدو یوازې يوه کوټه لري، چې بخارۍ هم په کې نه شته؛ ځکه وايي چې د سون توکو د رانیولو توان نه لري.

خونې ته په ورننوتو سره له ورایه معلومېږي چې سخت ژمي دغه کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړې ده، د دوی کېږدۍ ته له ننوتلو سره سم د تاج محمد د ماشومانو ټوخي او زګیروي اوازونه تر غوږو کېږي.

د ژمي په واورو کې لاهم د هغه ماشومان په څپلیو کې ګرځي، چاودې چاودې لاسونه او پښې يې د سخت ژمي د یخنۍ او ورسره د دوی له ستونزو د ډک ژوند بدرنګه تصویر وړاندې کوي.

تاج محمد

د نغمې پلار تاج محمد وایي چې د پیسو په بدل کې د اولاد خرڅول ورته ګران دي

تاج محمد وایي چې کار ورته نه پیدا کېږي، او دی دومره پيسې نه لري چې خپل ماشومان د درملنې لپاره ډاکټر ته بوځي.

تاج محمد له افغان حکومت او نورو ملي پانه ګوالو او سوداګرو هم شکایت کوي، چې تر اوسه یې هېچا هم خبر نه دی اخیستی.

دا يې لا تر ټولو جالبه ده چې تاج محمد د بې ځایه شوو ددغه کمپ په هغه څنډه کې په کنډر کور کې د یخ ژمي شپې او ورځې تېروي، چې د کابل د خلکو د تفریح ځای (د قرغې ډنډ) ته نژدې پروت دی، هره ورځ په سلګونو بډایه افغانان او بهرنیان د سیل په خاطر په همدې لاره تګ راتګ کوي، او د ډنډ پر غاړه په تفریحي هوټلونو کې قیمتي خوراکونه کوي.

په کابل کې یوازې د تاج محمد کورنۍ د ژمي له سختوشپو او ورځو سره نه ده مخامخ، بلکې دغلته د بې ځایه شوو خلکو (۵۴) کمپونه موجود دي چې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال د ژمي په موسم کې ۱۳ ماشومان په دې کمپونو کې د یخنۍ له امله تلف شوي دي.

تېرکال همدا ډول ژمي او سختو واورو هم ماشومان وژلي وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .