کرزی د سولې انفرادي خبرې 'بهرنۍ دسیسه' بولي

د خپريدو وخت: 07:43 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391
کرزی

کرزي وویل، د سولې په عالي شورا کې د ټولو قومونو استازي شته.

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي خبر داری ورکړ، چې د سولې له عالي شورا پرته به د سولې هر ډول خبرې اترې ناوړه پایلې ولري.

ولسمشر کرزي په افغانستان کې پر ټولو سیاست والو او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې انفرادي خبرې د بهرنیانو دسیسه ده.

حامد کرزي، چې په کابل کې یې د اوبو د تنظیمولو په اړه ملي کنفرانس ته خبرې کولې، په ډاګه کړه، چې د سولې په نوم له داسې خبرو اترو خبر شوی، چې په انفرادي ډول د بهرنیانو له خوا مخ ته وړل کېږي.

هغه وویل، چې دغه ډول خبرې اترې به د لنډه مهال لپاره سوله ټنیګ کړي، خو وايي دغه ډول هڅې د افغانستان د نظام د کمزروي کېدو لپاره کېږي، چې دی یې نه غواړي.

د قطر دفتر

ولسمشر کرزی دغه ډول څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې د لوېدیځو رسنیو د رپوټونو له مخې، د طالبانو ځینې استازي قطر ته د دفتر د پرانیستلو لپاره رسېدلي دي.

ولسمشر کرزي ویل، حکومت به یې د سولې هغو خبرو ته اجازه ورنه کړي، چې په انفرادي ډول د سولې د عالي شورا له منځګړتوب پرته مخ ته یووړل شي.

د هغه په وینا، د سولې په عالي شورا کې د ټولو قومونو استازي شامل دي او د سولې ټولې خبرې باید له همدغې لارې یوړل شي.

۷۵ میلیارده متر مکعبه اوبه

"د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د مالوماتو له مخې، اوسمهال افغانستان ۷۵ میلیارده متره مکعبه تر ځمکې لاندې او د ځمکې پر سر اوبه لري."

د سولې عالي شورا نژدې دوه کاله وړاندې جوړه شوې، چې موخه یې د حکومت له وسله والو مخالفانو سره پخلاینه ده.

د افغانستان اوبه

ولسمشر کرزي دغې غونډې ته، چې لوړ پوړې دولتي چارواکي او بهرني ډپلوماتان هم پکې حاضر وو، پر دې ټنیګار کا وه، چې افغانستان باید له خپل سرچینو د برېښناکوټونو د جوړېدو لپاره مټې را پورته کړي.

نوموړي وویل، د همدې کار لپاره یې چارې هم پيل کړي او وايي، چې خپله اوس افغان حکومت دومره مالي امکانات لري، چې په تدریجي ډول په افغانستان پر سیندونو برېښناکوټونه او د اوبو بندونه جوړ کړي.

افغان حکومت تل پر نړیوالو نیوکه کوي، چې په افغانستان کې د برېښنا د لویو پروژو لپاره مالي مرستې نه کوي.

خو بهرني مرسته کونکي هېوادونه بیا په دې برخه کې د مرستو د نه کولو یو دلیل دا راوړي، چې افغانستان لاهم له ګاونډیانو سره د اوبو پرسر لانجې لري او له همدې امله په دې برخه کې مرسته نه کوي.

د برېښنا تړون

افغانستان له ایران سره د ځینو لوېديځو سیمو د برېښنا تامینولو تړون وکړ.

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې ټینګار کاوه، چې د افغانستان د اوبو ډېره برخه ګاونډیو هېوادونو ته ځي او وايي چمتو دی، چې په دې اړه له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې وکړي.

دی وايي ګاونډي هېوادونو دې په دې پوه شي، چې افغانستان هم د پرمختګ حق لري او نه غواړي څنګلوريو هېوادونو ته د هغوی برخه تلونکې اوبه په افغانستان کې ایسارې کړي.

په افغانستان ځینې خلک پر دې باور دي، چې ښايي ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول ایران او پاکستان په افغانستان د لویو برېښناکوټونو پر جوړو اندېښنه ولري، خو د ولسمشر کرزي ټینګا دا دی، چې غواړي د خبرو له لارې اوبو ستونزه له ګاونډیانو سره حل کړي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د مالوماتو له مخې، اوسمهال افغانستان ۷۵ میلیارده متره مکعبه تر ځمکې لاندې او د ځمکې پرسر اوبه لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .