"افغان ځواکونو د اټکل پر تله چټکه وده کړې"

د خپريدو وخت: 12:43 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

اوس هم د ډېر کار اړتیا ده چې افغان ځواکونه لا اغېزمن شي او د جګړې لپاره پخپل ځان بسیا شي. جنرال جان الن

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان الن وايي، افغان ځواکونو د اټکل په پرتله چټکه وده کړې او د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د مخکښ رول لپاره چمتو دي.

جنرال الن اسوشیټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې دغه ځواکونه لا له وړاندې د اتیا سلنه عملیاتو مشري کوي. خو ده دا ومنله چې اوس هم د ډېر کار اړتیا ده چې لا اغېزمن شي او د جګړې لپاره پخپل ځان بسیا شي.

بل لور ته په دې وروستيو کې يو شمېر لويديځو رسنيو د يو لړ راپورونو په ترڅ کې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتياوو شک ښوولى او انگيرلې يې ده که بهرني سرتيري په بشپړ ډول ووځي او امنيت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي نو کورني ځواکونه به نیول شوې سیمې ونشي ساتلی.

خو په کابل کې د ايساف وياند گونتر کڅ هغه مهال دا راپورونه نا سم وبلل او ویې ویل د امنيتي لېږد په دریيم پړاو کې کومې سيمې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي د تاو تريخوالي کچه په کې ١٤ سلنه ښکته شوې ده.

په پام کې ده چې د راروان ٢٠١٤ ميلادي کال تر پايه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پوځي ماموريت پاى ته ورسېږي او ځاى يې کورني امنيتي ځواکونه ونيسي.

د افغان ځواکونو غبرګون

افغان امنيتي ځواکونه دغه ماموريت ته هرکلى وايي او داسې جوتوي چې په يوازې ځان د ټول افغانستان امنيت خوندي کولاى شي، خو له دې وينا سره سره افغان چارواکي له بهرنيانو نه د خپل هوايي ځواک پياوړتيا او د امنيتي ځواکونو سنبالښت غواړي.

افغانستان اوسمهال په ټوله کې نژدې درې نيم لکه امنيتي سرتيري لري، چې د چارواکو په وينا د خپل هېواد امنيت خوندي کولو ته چمتو دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې تېره جنوري یوه رپوټ کې ولیکل، چې جنرال الن له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي عسکرود شمېر په اړه د امريکا دفاع وزارت ته درې پلانونه وړاندې کړي دي.

لومړي پلان کې د عسکرو شمېر ۶۰۰۰، دويم پلان کې ۱۰۰۰۰ او دريم پلان کې ۲۰۰۰۰ ښوول شوى دى.

د جنرال دغه وړانديزونه په افغانستان کې د ترهگرو ډلو په وړاندې په مبارزه او افغان پوځ د روزنې او ملاتړ په چارو کې دامريکايي ځواکونو د ښکېلتيا کچه ټاکي.

"تېره مياشت د پنتاگون له لوري خپور شوي يوه رپوټ کې ويل شوي چې د افغان پوځ له ٢٣ لواگانو نه يوازې يوه يې دا وړتيا لري چې د امريکايي او ناټو ځواکونو له هوايي ملاتړ پرته په مستقلانه ډول دندې ترسره کړي."

د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي هغه مهال په دې اړه وویل، چې که له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې شپږ زره امريکايي عسکر پاتې شي، نو دغه ځواکونه به تر ډېره د ترهګرۍ ضد عملياتو کې ښکېل وي او د کوماندويي او ځانګړو ځواکونو په توګه به د اورپکو ښکار کوي او د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره به يې امکانات محدود وي.

له لس زرو عسکرو سره به امريکا وکولى شي چې د افغان پوځ د روزنې چاره پراخه کړي.

تېره مياشت د پنتاگون له لوري خپور شوي يوه رپوټ کې ويل شوي چې د افغان پوځ له ٢٣ لواگانو نه يوازې يوه يې دا وړتيا لري چې د امريکايي او ناټو ځواکونو له هوايي ملاتړ پرته په مستقلانه ډول دندې ترسره کړي.

که څه هم چې افغان ځواکونه د شمېر له پلوه ډېر دي، خو لکه څنگه چې د افغانستان دفاع وزارت وايي د هوايي ځواک، وسلو او جگړه ييز تخنيک او استخباراتو له نظره له سختو ننگونو سره مخامخ دي.

ټاکل شوې، چې د ناټو په مشرۍ بهرني جګړه ییز ځواکونه به د راتلونکي کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .