د بامیان سېلانیان لږ شوي

د خپريدو وخت: 18:23 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

دغو خورا ګران بيه اثارو تر ۱۶۰۰ کلونو ډېره تاريخي مخينه لرله.

د باميان ولايت سیمه يېزو چارواکو ويلي د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د دغه ولايت د سېلانيانو شمېر لږ شوی دى.

اړوند چارواکي باميان ته د غځېدلو لارو نا امنه کېدل، د ګرځندويانو د شمېرې د کچې د کښته کېدو له لاملونو بولي.

خو اوس دغه ولايت ته يوۀ خصوصي هوايي شرکت الوتنې پيل کړې دي چې د چارواکو په وينا ښايي د سېلانيانو شمېر ورسره بېرته ډېر شي.

باميان د افغانستان هغه ولايت دى چې هسک غرونه او درې يې زړه راښکونکې منظرې او سيل ځايونه لري.

باميان د بودا د دوو سترو مجسمو په لرلو سره د نړيوالو سېلانيانو پام وړ ځاى و، خو وسله والو طالبانو په ٢٠٠١ ميلادي کال کې دغه مجسمې د باردو او لمبو په زور خاورې ايرې کړې.

اوس دغه څه نه شته خو لا هم يو شمېر سېلانيان د دغو بوتانو تشو ځايونو ته ورځي او ښايي د خيال په مرسته د ماضي په حافظه کې د دغو شهکارونو ننداره کوي.

دغو خورا ګران بيه اثارو تر ۱۶۰۰ کلونو ډېره تاريخي مخينه لرله.

هر کال ګڼ شمېر کورني او بهرني سېلانيان د باميانو د منظرو او ښکلاګانو د ليدلو لپاره دغه ولايت ته مخه کوي.

خو د باميان والۍ حبيبې سرابي بي بي سي ته وويل چې تېر کال د باميان د سېلانيانو شمېر ٣٥٧٧ کسانو ته رسېده خو وايي سږ کال يې ايله ٢٣٣٥ ګرځندويان لرل.

په دې وروستيو کې يوه خصوصي هوايي شرکت باميانو ته الوتنې پيل کړي دي.

اغلې سرابي هيله منه ده چې په دې بهير سره به دغه ولايت ته د ورتلونکو کورنيو او بهرنيو سېلانيانو په شمېر کې ډېروالى راشي.

سيل په اوسنۍ نړۍ کې د ګڼ شمېر هېوادونو لپاره يوه عايداتي سرچينه ده، په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو لپاره چې په زړه پورې زړه تاريخي مخينه لري.

د ځينو شمېرو له مخه نړيوال سيلانيتوب په کال کې ۱۱۵۰ ميليارده ډالره عايد لري.

سره له دې چې د جګړو په ترڅ کې د افغانستان ګڼې تاريخي نښې نښانې غلا شوي يا ويجاړې شوې دي خو بيا هم د دغه هېوادونو پاتې اثار او شتمنه تاريخي مخينه کورنيو او بهرنيو سېلانيانو ته پام وړ دي.

يو شمېر کارپوهان وايي که افغان چارواکي د سيل کولو صنعت ته پام وکړي هر کال زرګونه سېلانيان په خپل لوري راماتولاى شي.

اړوند چارواکي وايي افغانستان اوس مهال ١٤٠ سيلاني سيمې او سلګونه تاريخي نښې نښانې او ځايونه لري.

همدا راز د يو شمېر وړاندوينو له مخه که په افغانستان کې ګرځندويۍ صنعت ته ښه پام وشي، شونې ده چې په کال کې له څلورو ميلياردو تر اوو ميلياردو ډالرو پورې عايد تر لاسه کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .