کابل د افغان مالونو خلاصون ته د م م مرسته وغوښته

د خپريدو وخت: 22:34 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391

د مالونو د بندېدو له امله د افغانستان په بازارونو کې د یو شمېر خوراکي توکیو بیې لوړې شوې دي.

تمه ده شنبې (فبرورۍ/دویمه) به د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د یوه رسمي لیک په ترڅ کې له ملګرو ملتونو او د امریکا له متحده ایالتونو غوښتنه وکړي، چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو درول شویو مالونو په را خلاصولو کې ورسره مرسته وکړي.

له نژدې دریو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو کابو ۴۰۰۰ کانتینرونه، چې تر ډېره په کې خوراکي توکي دي، د پاکستان په کراچۍ بندر کې درول شوي او په اړه یې د افغان دولت هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د دغې مسلې له امله د افغانستان په بازارونو کې د یو شمېر خوراکي توکیو بیې لوړې شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د تېرو دریو میاشتو په اوږدو کې له دېپلوماتیکو لارو په پاکستان کې د درول شویو افغان سوداګرو د کانتینرونو د را خوشې کولو هڅې شوي خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.

د دغې خونې چارواکي وايي، افغان دولت هم په دې اړه هڅې کړې دي او ان د پاکستان له لومړي وزیر راجا پروېز اشرف سره پرې خبرې شوي، خو په مالونو بار کابو ۴۰۰۰ افغان کانتینرونه چې ډېری له خوراکي توکي ډک دي لا هماغسې د کراچۍ په بندر کې له کره دلایلو پرته درول شوي او افغانستان ته د لېږد اجازه نه ورکول کېږي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، دوی له ملګرو ملتونو او په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو غواړي، چې د افغان سوداګرو د دغو بندو مالونو په را خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي الکوزي همداراز وویل، په پام کې لري، په دې اړه ملګرو ملتونو، د امریکا سفارت او ناټو ځواکونو ته رسمي لیک هم ور ولېږي.

په کراچۍ بندر کې د کابو یو میلیارد ډالرو په ارزښت د دغو افغان سوداګریزو توکیو د درول کېدو له امله د افغانستان په بازارونو کې د یو شمېر خوراکي توکیو بیې لوړې شوې دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې افغان سوداګر له پاکستان سره په وار وار له سوداګریزو او ترانزیتي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

دواړو هېوادونو سره ترانزیتي او سوداګریز هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي دي، خو هغوی هم د دغو ستونزو په اوږد مهال هواري کې کوم اغېز و نه کړ.

افغانستان یو په وچه کې راګېر هېواد دی او د رسمي شمېرو له مخې دغه هېواد ته کابو ۴۰ سلنه ترانزیتي مالونه د پاکستان له لارې راوړل کېږي.

د پاکستان ترانزیتي لار افغانستان ته د سوداګریزو توکیو د راوړلو تر ټولو لنډه او ارزانه لار ده، خو د سوداګرۍ خونې څو ورځې وړاندې له افغان سوداګرو غوښتنه وکړه، چې له دې وروسته د خپلو مالونو راوړلو لپاره د پاکستان لار و نه کاروي او پر ځای یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارو کار واخلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .