"افغانستان کې بشري حقونو حالت په خرابېدو دى"

د خپريدو وخت: 17:20 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391

د بشري حقونو د څار نيويارک مېشتي سازمان ويلي په افغانستان کې د بشري حقونو حالت په ځينو برخو کې په خرابېدو دى او د راتلونکي په اړه يې اندېښنه ښوولې ده.

د ٢٠١٣ کال لپاره په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت ارزونې په اړه سازمان په خپل رپوټ کې وايي افغان حکومت د بشري حقونو سرغړونکو جنګسالارانو او فساد کې ښکېلو چارواکو ته اجازه ورکړې چې له سزا نه په معافيت سره د خلکو بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ته دوام ورکړي.

سازمان دا رنګه له ٢٠١٤ کال وروسته چې امريکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي، په دې هېواد کې د بشري حقونود لا خرابېد واټکل هم کړى دی.

په دغه رپوټ کې راغلي چې د ولسمشر کرزي تر مشر تابه لاندې افغان حکومت کې اوس هم جنګسالاران او فاسد مامورين په خلاص لاس ناقانونه فعاليت لري.

رپوټ وايي د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې چې له ٢٠٠١ کال نه را په دې خوا کوم پرمختګ شوى و، له تېر کال راهېسې اوس بېرته د زوال په لور روان دى چې عمده لا مل يې هم په ځينو سيمو کې د امنيتي وضع خرابېدل ښوول شوي دي.

رپوټ وايي طالبان او نور حکومت مخالفې وسله والې ډلې په خپلو بريدونو کې د ملکي او پوځي هدفونو تر منځ توپیر نه کوي.

همدا رانګه د بشر د حقونو د څار ډله په خپل دغه رپوټ کې وايي چې اوس په افغانستان کې د بشر د حقونو د راتلونکي په اړه زيات شک او اندېښنه پيدا شوې ده.

د اسيا لپاره د بشر د حقونو د څار د څانګې مدير براد اډم وايي، فساد، قانون ته لږ درناوى د ښې حکومتولۍ نشتوالى د پولیسو لخوا واک نه ناوړه ګټه اخيستنه ټول هغه لاملونه دي چې د ملکي او عادي افغانانو بنسټيز حقونه يې له پوښتنې سره مخامخ کړي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدو بل لامل افغان حکومت سره د نړيوالې ټولنې د حوصلې کمېدل ښوول شوي چې دې کار په افغان حکومت باندې سياسي فشار کم کړی دی.

له بل پلوه په خپله د افغانستان عدلي، قضايي سيستم د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره يو ګواښ دى.

د ٢٠١٢ کال له پسرلي راهېسي تر ٤٠٠ پورې ښځې او نجونې د اخلاقي جرمونو په تور توقيف او يا هم بندي شوي دي.

د دې تر څنګ د ښځو د چارو يو شمېر چارواکې او فعالينې د وسله والو لخوا په نښه شوي او وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .