هلمند کې چاودنې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي

د خپريدو وخت: 11:49 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې دوو چاودنو لږترلږه اووه کسان وژلي دي.

په وژل شویو کې څلور کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

د هلمند خانشین ولسوال شاه محمود ویلي، په پېښه کې د یوې کورنۍ څلورو غړو کې مور او پلار، او د ددوی دوې لوڼې دي، چې یوه یې اته کلنه او بله نهه کلنه ده.

پولیس وايي، په وژل شویو کې یو پولیس او یو چلوونکی هم دی.

دوی وايي، ماین هغه مهال وچاودېد، چې د دغو کسانو د سپرلۍ ګاډي پر سړک ځای پرځای شوي ماین وخوت.

شاه محمود نېغ په نېغه د دغې چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله، خو طالبانو د دغې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

همداشان، په یوه بله چاودنهکې، موسی کلا کې یو بل کس وژل شوی دی.

د افغانستان په ګڼو سیمو کې د ماینونو خښولو پړه پر وسله والو طالبانو اچول کېږي.

ویل کېږي، چې دوی دغه ماینونه په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د الوځولو لپاره خښوي.

خو په ګڼو دا ډول چاودنو کې ولسي وګړي قرباني کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .