ولسمشر کرزی ناروې ته تللی

د خپريدو وخت: 19:22 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

د غونډې مهمې لاس ته راوړنې څه دي؟

لندن کې د افغانستان، پاکستان او برتانيې درې اړخيزه سرمشريزه په دې ژمنه پاى ته ورسېده چې هڅه به کيږي په شپږو مياشتو کې د افغان سولې پر سر جوړ جاړى وشي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

افغان ولسمشر حامد کرزی د دې لپاره ناروې ته تللی، چې له دغه هېواد سره د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي. د دغه هوکړه لیک له لارې به د کابل او اوسلو تر منځ د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو لپاره یو ځانګړی چوکاټ رامنځ ته شي.

د ولسمشر کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویېل شوي، چې دغه سند به نن ( فبروري ۵ ) د افغان ولسمشر او د ناروې د لومړي وزیر لخوا لاسلیک شي.

له دې مخکې د افغانستان، پاکستان او برتانیا تر منځ لندن کې له مشریزې غونډې وروسته ولسمشر حامد کرزي او د هغه پاکستاني سیال اصف علي زرداري وویل دوی به هڅه وکړي چې په شپږو میاشتو کې د سولې یوې معاملې ته ورسېږي.

په همدې حال کې د برتانیا لومړي وزیر ډیوډ کامرون ویلي دغه موخې ته رسېدو لپاره به دوی ټول اړین تدابیر ونیسي.

د افغانستان، پاکستان او برتانیا د مشرانو په درې اړخیزه غونډه کې په قطر کې د سولې د خبرو اترو لپاره د طالبانو د دفتر د پرانستې ملاتړ وشو.

د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو بیا تکرار کړه چې په خپلو کې یو ستراتیژیک تړون ته د رسېدو په برخه کې به کار وکړي. دوی وویل هیله من دي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اقتصادي، امنیتي او همدا راز د سرحدي چارو په تړاو یو تړون لاسلیک شي.

د برتانیا، افغانستان او پاکستان په دې درې اړخیزه سرمشریزه کې په لومړی ځل استخباراتي او پوځي مشرانو هم ګډون کړی وو.

شپږو میاشتو کې افغان سولې ته لاسرسی

د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو ويلي هڅه به وکړي چې په شپږو مياشتو کې دننه د افغانستان لپاره د سولې يوې حل لارې ته لاسرسی پيدا کړي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په یوه خبرې غونډه کې دریو واړو مشرانو تایید کړه چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ په بې سارې کچه د پراخو همکاریو هوکړه شوې.

دې مذاکراتو کې د افغانستان او پاکستان ولسمشران او د برتانیا لومړی وزیر برخه واخیسته. له تېر دوبي راهیسې دریم ځل دی، چې درې سره مشران په دغه ډول درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي.

د دې خبرو ډېر تمرکز به د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډو پولو په اوږدو کې شته نا ارامیو ته د حل موندلو او په سوله راټول و.

کلېکاږل بي سي پښتو ویبپاڼې ته د ولسمشر کرزي ځانګړې لیکنه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستان د وتلو په حال کې دي، دوی نه غواړي هغه تېروتنې تکرار کړي، چې له افغانستانه د روسي پوځ د وتلو پر مهال رامنځ ته شوې او افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې.

بل لور ته د برتانیا د لومړي وزیر له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې درې اړخیزې خبرې طالبانو ته یو څرګند پیغام لېږي او هغه دا چې اوس د هر چا لپاره د افغانستان په سوله ییز سیاسي بهیر کې د ګډون لپاره په خبرو کې د برخه اخیستو مناسب وخت دی. په خبر پاڼه کې دغه راز ویل شوي، " لکه څنګه، چې د برتانیا لومړي وزیر مخکې هم ویلي و، باثباته افغانستان نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د افغانستان د ګاونډیانو او برتانیا لپاره هم ګټور دی."

د بي بي سي د نړیوالو چارو خبریال ډېوېډ لاین په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي، په دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې په نژدې راتلونکي کې ټولټاکنې هم کېدونکې دي، له دواړو هېوادونو سره د برتانیا له لوري پراخې مرستې کېږي او دغه دواړه هېوادونه د سیمې په سوله او ثبات کې مهم او کلیدي رول لري.

"دغه خبرې د برتانیا د لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون په غوښتنه پیل شوې، چې لومړی پړاو يي تېر کال د جولای په میاشت کې کابل کې جوړ شو."

دغه خبرې د برتانیا د لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون په غوښتنه پیل شوې، چې لومړی پړاو يي تېر کال د جولای په میاشت کې کابل کې جوړ شو، چې د پاکستاني لومړي وزیر تر څنګ په کې د برتانیا لومړي وزیر هم برخه درلوده، خو د برتانیا په اوسنۍ مشریزه کې د سیاسي مشرانو تر څنګ پوځي مشران هم شامل وو.

ځینې ‌طالب مشران د پاکستان له زندانونو خوشي شوي، خو افغانستان د ‌طالبانو د دویم درجه مشر ملاعبدالغني برادر په ګډون د نورو طالب بندیانو د خوشي کېدو په لټه کې دی، پاکستان بیا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو بندولو او د خپل امنیت په اړه د ضمانت غوښتنه لري.

د بي بي سي خبريال وايي تر ټولو لويه خبره داده چې طالبان دسولې په جوړوونکو خبرو کې ښکېل شي.

"افغانستان د ‌طالبانو د دویم درجه مشر ملاعبدالغني برادر په ګډون د نورو طالب بندیانو د خوشي کېدو په لټه کې دی."

د دواړو هېوادونو یعنې افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې باوري فضا له منځه وړل د خبرو اصلي موضوع وه.

ملا برادر

افغان حکومت وار د مخه روښانه کړې، چې د پاکستان له خوا د یو شمېر طالب بندیانو خوشي کول یو مثبت ګام دی، خو غواړي چې د طالبانو د وخت دویم لوړ رتبه چارواکی ملا عبدالغني برادر هم خوشي کړي هغه هم په دې هېله چې د ملا برادر په شان کسان کولای شي طالبان د سولې خبرې ته وهڅوي.

د لومړي ځل لپاره به د افغانستان او پاکستان پوځي او د استخباراتو مشرانو هم په دې خبرو کې برخه واخیسته.

چارواکي ګومان کوي چې دا کار به د پخلاینې په بهیر کې د یو لړ حساسو موضوع ګانو په هوارولو کې مرسته وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .