"یو شمېر ناټو ځواکونه هم افغانستان کې پاتې کېږي"

د خپريدو وخت: 12:22 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

تر دې وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو هم اعلان کړی و چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به يي یو شمېر سرتېري په افغانستان کې پاتې کېږي.

افغانستان کې دېره ایساف ځواکونه وايي، له ۲۰۱۴ کال وروسته به د امریکايي ځواکونو تر څنګ د ناټو تر قومندې لاندې د یو شمېر نورو هېوادونو سرتېري هم په افغانستان کې پاتې شي.

تر دې وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو هم اعلان کړی و چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به يي یو شمېر سرتېري په افغانستان کې پاتې کېږي، خو د شمېر په اړه يې لا پرېکړه نه ده شوې.

د ایساف ځواکونو ویاند ګونتر کڅ نن ( دوشنبه فبروري ۴) په کابل کې خبريالانو ته وويل د هغو سرتېرو شمېر لا کره شوی نه دی چې د ناټو تر قومندې لاندې به په افغانستان کې کار کوي:

"په دا وروستيو کې په بروکسل کې د ناټو ټولو ۲۸ غړو هېوادونو جمع اته هغو هېوادو چې د ناټو غړيتوب نه لري اعلان وکړ دوی هوډ لري چې له ۲۰۱۴ وروسته په دغه ماموريت کې مهمه ونډه واخلي. ناټو تر اوسه پورې د پاتې کېدونکو ځواکونو د شمېر په اړه پرېکړه نه ده کړې."

بل لور ته په دې وروستيو کې يو شمېر لويديځو رسنيو د يو لړ راپورونو په ترڅ کې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتياوو شک ښوولى او انگيرلې يې ده که بهرني سرتېري په بشپړ ډول ووځي او امنيت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي، نو کورني ځواکونه به نیول شوې سیمې ونه شي ساتلی.

خو په کابل کې د ايساف وياند گونتر کڅ هغه مهال دا راپورونه نا سم وبلل او ویې ویل د امنيتي لېږد په درېيم پړاو کې کومې سيمې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي د تاو تريخوالي کچه په کې ١٤ سلنه ښکته شوې ده.

په پام کې ده چې د راروان ٢٠١٤ ميلادي کال تر پايه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پوځي ماموريت پاى ته ورسېږي او ځاى يې کورني امنيتي ځواکونه ونيسي.

افغانستان اوسمهال په ټوله کې نژدې درې نيم لکه امنيتي سرتېري لري، چې د چارواکو په وينا د خپل هېواد امنيت خوندي کولو ته چمتو دي.

که څه هم افغان ځواکونه د شمېر له پلوه ډېر دي، خو لکه څنګه چې د افغانستان دفاع وزارت وايي د هوايي ځواک، وسلو او جگړه ييز تخنيک او استخباراتو له نظره له سختو ننگونو سره مخامخ دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .