د کام ایر نوم په موقت ډول له تور لسته ایستل شوی

د خپريدو وخت: 13:04 گرینویچ - سه شنبه 05 فبروري 2013 - 17 سلواغه 1391

د کام ایر د هوايي چلند شرکت لومړی خصوصي شرکت دی، چې په ۲۰۰۳ کال کې يي افغانستان کې فعالیت پیل کړ.

افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونو ویلي، چې پر کام ایر هوايي شرکت لګېدلي تورونه يي ځنډولي دي.

پر دې شرکت تور لګېدلی و، چې له افغانستانه يي تاجکستان ته د مخدره موادو په قاچاق کې لاس درلود.

د دې ځواکونو ویندوی ټام کالینز بي بي سي ته ویلي، چې د افغان چارواکو له لوري په دې لړ کې د څېړنو تر بشپړېدو پورې يي په موقت ډول د یاد هوايي شرکت نوم له تور لست څخه ایستلی دی.

افغان او امریکايي چارواکو په دا وروستیو کې دې لړ کې مذاکرات کړي.

افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو ویاند ویلي، د کام ایر هوايي چلند شرکت کولای شي د امریکايي قراردادونو تر لاسه کولو لپاره په کاروباري سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي ځواکونو د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي يي دي، پر یاد شرکت د لګېدلو تورنو په لړ کې د هراړخیزو څېړنو کولو ته ژمن دي.

"امریکايي پوځیانو په دا وروستیو کې وویل، چې له څېړنو وروسته ورته معلومه شوې، چې د کام ایرهوايي چلند شرکت په پروازونوکې له افغانستانه تاجکستان ته (تاریاک) لېږدول کېږي."

امریکايي پوځیانو په دا وروستیو کې وویل، چې له څېړنو وروسته ورته معلومه شوې، چې د کام ایرهوايي چلند شرکت په پروازونوکې له افغانستانه تاجکستان ته (تاریاک) لېږدول کېږي.

خو د کام ایر هوايي چلند شرکت مسوولینو دغه تورونه رد کړل او دا یي د خپلو (سیالانو) توطيه وبلله.

افغان چارواکو هم د امریکايي ځواکونو له لوري پر کام ایر هوايي چلند شرکت لګېدلي تورونه غیر مسوولانه وبلل.

د کام ایر د هوايي چلند شرکت لومړی خصوصي شرکت دی، چې په ۲۰۰۳ کال کې يي افغانستان کې فعالیت پیل کړ. دغه شرکت په کورنیو الوتنو سربېره تاجکستان، متحده عربي اماراتو او هند ته الوتنې کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .