اتومي انرژۍ نړیوال اژانس سرطان درملنه کې مرسته کوي

د خپريدو وخت: 08:31 گرینویچ - سه شنبه 05 فبروري 2013 - 17 سلواغه 1391

افغانستان کې د څه باندې درې لسیزو جګړو په سرطاني ناروغیو د اخته کېدو کچه لوړه کړې ده. ډاکټر رحمت الله تنها

د اتومي انرژي نړیوال اژانس ژمنه کړې چې له افغانستان سره د سرطاني ناروغیو د درملنې د مرکز په جوړولو کې مرسته وکړي.

سرطان چې څو کاله وړاندې یوه نا پيژندل شوې ناروغۍ وه خو اوس یې درملنه هم شونې ده.

د چاپیریال ککړتیا، تمباکو، ناسم خواړه، د فزیکي فعالیت نشتوالی او د هستوي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو کارول په سرطاني ناروغیو د اخته کیدو عمده لاملونه دی.

د سرطاني ناروغیو متخصص ډاکټر عبد الله همت بهیر وايي د دوی له خوا د تشخیص شوي سرطاني ناروغیو په پایله کې جوته شوې چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې وچه غوښه هم د دې ناروغۍ لامل ګرځیدلې ده.

د نوموړي په وینا هغه ناروغان چې ده ته د درمنلې لپاره ورغلي زیاتره د مرۍ په سرطان اخته وو او زیاتره یې د دایکنډي، بامیان، غزني او بلخ ولایتونو اوسېدونکي وو چې وچه غوښه په کې زیاته خوړل کېږي.

د کابل پوهنتون استاد او د هستوي انرژي کارپوه انجینر رحمت الله تنها وايي په افغانستان کې د څه باندې درې لسیزو جګړو په سرطاني ناروغیو د اخته کیدو کچه لوړه کړې ده.

د ښاغلي تنها په وینا دی په بشپړ باور سره ویلی شي چې په افغانستان کې د تېرو څه باندې درې لسیزو جګړو په ترڅ کې کارول شویو وسلو چاپیریال ککړ کړی او د سرطاني ناروغیو سطحه یې لوړه کړې ده.

که څه هم په افغانستان کې په سرطاني ناروغیو د اخته کسانو کچه لوړه ده خو تر اوسه په دې اړه کره شمېرې نه شته او نه هم د عامې روغتیا وزارت له خوا کومه سروې ترسره شوې ده.

خو د سرطاني ناروغیتو متخصص ډاکټر عبد الله همت بهیر چې په کابل کې په یوه خصوصي روغتون کې کار کوي وايي له هرو ۱۰ کسانو چې ګومان کېږي په سرطان ناروغۍ به اخته وي ، له معایناتو وروسته پایلې یې شپږ کسه د دغې ناروغۍ په مکروب ککړ ښيی.

له دې سره په افغانستان کې د سرطاني ناروغۍ د تشخیص او درملنې امکانات ډېر کم دي.

خو افغان چارواکي وايي د سرطاني ناروغیو د درملنې او مخنیوي لپاره یوه کمیټه رامنځ ته شوې چې د اتومي انرژۍ او روغتیا نړیوالو سازمانونو په ګډون یو شمېر دولتي ادارې یې غړیتوب لري.

د کابل د طبي پوهنتون ريیس شیرین آغا ظریف وايي د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان له افغان دولت سره ژمنه کړې چې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې مرسته وکړي.

د ښاغلي ظریف په وینا له یاد اژانس سره د شوې هوکړې له مخې به افغان دولت د سرطاني ناروغیو په درملنه کې د هستوي تکنالوژۍ د کارولو د مرکز ودانۍ په کابل کې علي آباد روغتون کې جوړوي. د نوموړي په وینا دا مرکز به د افغانستان په کچه تر ټولو ستر مرکز وي او نور مرکزونه په پنځه یا شپږو زونونو کې رامنځ ته کېږي.

ښاغلی ظریف وايی همدا اوس د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان په مرسته له ۱۰ زیات افغانان په بهر کې د سرطاني ناروغیو د درمنلې په برخه کې زده کړې کوي.

له کورنیو جګړو وړاندې د کابل په علی اباد روغتون کې د هستوي تکنالوژي له لارې د سرطان ناروغۍ درملنه شونې وه. په دغه مرکز کې د ( کوبالت ۶۰) په نوم د راډیو اکتیف په نوم د یوې مادې په کارولو دغه درملنه کېده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې اوه میلیونه او شپږ سوه زره تنه د سرطاني ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

دا شمیر په یاد کال کې په نړې کې د مړو شویو کسانو دیارلس سلنه ښيې چې زیاتره یې د سږو، معدې ، ځیګر او مرې په سرطان اخته و.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې په ۲۰۳۰ کال کې به له ۱۳ میلیونو زیات کسان د سرطاني ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .