سوداګر د تښتونو له وېرې پانګونه نه کوي

د خپريدو وخت: 13:24 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391

افغان سوداګرو او پانګه وال د تښتونو او امنیتي ستونزو له ویرې له افغانستانه خپلې پانګې وباسي.

افغان سوداګر وايي، د تښتونو له وېرې په افغانستان کې پانګونه نه کوي.

دوی ګواښ کوي، که حکومت په افغانستان کې د پانګه والو د تښتونې د مخنیوي او د هغوی د پانګې ضمانت ونه کړي، په دغه هیواد کې به خپلې پاتې شتمنۍ هم وباسي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د رسمي شمېرو له مخې، هر کال له ۸۰ تر سلو پانګه وال، سوداګر او یا هم د هغوی د کورنۍ غړي تښتول کېږي.

پانګه وال او سوداګر وايي، د تښتونو له وېرې خپل اولادونه په سم ډول ښوونځیو ته نه شي استولی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هڅه به وکړي، چې د سوداګرو او پانګه والو د مال او سر امنیت ټینګ کړي او په دې تړاو یې ګڼ شمېر کسان نیولي هم دي.

افغان سوداګرو او پانګه وال د تښتونو او امنیتي ستونزو له ویرې له افغانستانه خپلې پانګې وباسي.

دوی وايي، له ډیرمودې راهیسې پانګوال یا دهغوی د کورنیو غړي تښتول کیږي، چې وروستۍ بېلګه یې همدا تیره شپه د کابل ښار په ختیځ کې د وسله والو له خوا د یو سوداګر تښتول و. خو پولیسو دغه افغان سوداګر د تښتونکو له منګولو ازاد کړی دی.

د کابل ښار د دولسمې حوزې مشر سمونوال عارف وايي، د دغه سوداګر د خلاصون پرمهال یې له تښتونکو وسلې هم نیولې دي:

''دشپې نهه نیمې بجې وي، چې یو سوداګر تښتونکو په موټر کې اچولی و. زموږ په پوستو کې یې موټر نه دراو، بلاخره خپل موټر مې په سرک کې ورته ودراوه. خو سوداګر مو ترې سلامت خلاص کړ او اووه کسان مو له وسله سره ونیول.''

"طالبانو ته چا اطلاع ورکړې وه، چې په یوه کور ماشوم تښتول شوی دی، هغوی پرې چاپه ووهله. زما وراره او ځینې نور کسان یې ترې خوشې کړل. غل یې هم ونیوه. "

احمد شاه، یو سوداګر

که څه هم د چارواکو په وینا په پلازمینه کابل کې د پخوا په پرتله د تښتونو پيښې را کمې شوي خو لا هم سوداګر او پانګوال په دغه ښار کې تر ډیره د امنیت له پلوه خوندي احساس نه کوي.

د کابل ترڅنګ د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم ځینې وخت د تښتونو رپوټونه ورکول کیږي، چې لویدیځ ولایت هرات یې یوه بېلګه ده.

په دغه ولایت کې همدغه یوه اوونۍ وړاندې د یوه سوداګر کوچنی زوی چې نژدې څلویښت ورځې د تښتوونکو په منګولو کې وو، د پيسو تر اخیستلو وروسته هم ووژل شو.

د دغه ماشوم پلار نصیر احمد نورزي بي بي سي ته وویل، داسې فکر یې نه کاوه، چې تښتونکي به د پيسو له اخیستلو وروسته هم دهغه زوی وژني:

''په لومړیو کې په دې نه پوهیدو چې ماشوم شهید شوی ځکه د دوی یو تن تښتېدلی و. موږ داسې فکر کاوه چې ماشوم به له همغه سره وي، زه د یو پلاوي په ملتیا هغه ځای ته ولاړم چې هلته زما زوی ساتل کیده هلته د میوې جوس او د اوبو بوتل پاتې و چې زما زوی ته یې ورکړي و، موږ هغه ځای وکوت موږ فکر کولو چې هغه یې بل ځای ته وړی خو کله چې څیړنې پیل شوې متاسفانه جوته شوه چې ماشوم یې له پیسو ترګوتو کولو وروسته وژلی دی.''

له دغې پيښې وروسته په هرات ښار د تښتونو پرضد پر لپسې څو ورځې لاریونونه هم وشول.

انسان تښتونکي په لومړي سر کې د ډیرو پيسو د تر لاسه کولو لپاره تل تښتول شوي کسان په مرګ ګواښي او ځینې وخت تښتول شوي کسان په میاشتو میاشتو هم له ځآن سره ساتي.

افغان سوداګرو او پانګه وال د تښتونو او امنیتي ستونزو له ویرې له افغانستانه خپلې پانګې وباسي.

احمدشاه هغه سوداګر دی، چې وراره یې نژدې یوه نیمه میاشت په میدان وردګو کې د تښتونکو په منګولو کې وو. دی وايي، په لومړی سر کې ترې تښتونکو د درې سوه زره ډالرو غوښتنه کوله.

خو د ده وراره د پيسو له تبادلې وړاندې د طالبانو په مرسته ازادی شوی دی:

د طالبانو اطلاع

''طالبانو ته چا اطلاع ورکړې وه، چې په یوه کور ماشوم تښتول شوی دی، هغوی پرې چاپه ووهله. زما وراره او ځینې نور کسان یې ترې خوشې کړل. غل یې هم ونیوه. اول کې یې را نه درې لکه ډار غوښتل خو په شل زره ډالره سره قانع شوي وو.''

خو د تښتونو دغه مافیایي کړۍ یواځې په افغانستان پورې محدودې نه دي. د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، په پاکستان کې هم یو شمیر افغان پانګوال له څو میاشتو راهیسې تښتول شوي او لاهم د تښتونکو په منګولو کې دي:

"د افغانستان پانګوال هسې د خدای په توکل ژوند کوي، پولیسو ته حل نه شو ویلای. موږ خپل ځان خپله ساتو، پر پولیسو باور نه لرو. ځکه درې- څلور ساتونکي ځان پسې ګرځوو."

حاجي نظام الدین

''د تښتونو یوه لویه سیمه ییز کړۍ ده، چې په ټوله سیمه کې سره اړیکې لري. همدا اوس زموږ اووه- اته پانګوال له میاشتو راهیسې په پاکستان کې تښتول شوي او پيسې ترې غوښتل کیږي.''

ښاغلی الکوزی وايي، له دوی سره د ثبت شوو شمیرو له مخې، په تیرو نژدې یولسو کلونو کې شاوخوا زر تنه پانګوال، سوداګر او یا د هغوی خپل خپلوان تښتول شوي دي.

دا یواځې هغه پيښې دي، چې د افغانستان د سوداګرۍ له خونې سره ثبت شوې دي، ښایی د ناثبت شوو پيښو شمیره له دې ډیره لوړه وي.

یو شمېر پانګه وال وایي، ځینې وخت چې دوی او یا هم د دوی پانګې ته امنیتي ګواښونه مخامخ وي، خپله د پولیسو له ویرې هغوی ته خبر نه شي ورکولای.

حاجي نظام الدین له همدغې ډلې پانګوالو یو دی:

''د افغانستان پانګوال هسې د خدای په توکل ژوند کوي، پولیسو ته حل نه شو ویلای. موږ خپل ځان خپله ساتو، پر پولیسو باور نه لرو. ځکه درې- څلور ساتونکي ځان پسې ګرځوو.''

دغه پانګوال دا تور هم پورې کوي، چې د تښتونو له مافیايي کړیو سره ځینې داسې کسان د پردې تر شا لاس لري، چې د دوی په ګمان په حکومت کې لوړ پوړې چارواکي دي.

غلطه انګیرنه

د سوداګرو همدغه ادعا او پر پولیسو د پانګوالو د نه باور مسله مې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي مخې ته کېښودې:

''دا یو غلط برداشت دی، چې دخلکو په ذهن کې دی، چې ګواکې چارواکي د تښتونکو تر شا ولاړ دي. داسې هیڅ امکان نه لري. موږ له خلکو او سوداګرو غواړو چې خپلې ستونزې له پولیسو، امنیت او ملي اردو سره شریکې کړي.''

د افغانستان پانګوال او سوداګر وايي، دامنیتي ګواښونو او د تښتونو له ویرې ګڼ شمیر پانګوال او تجاران اوس اړ شوي، چې له افغانستان خپله پانګه وباسي. حاجي ګل احمد نور زاد هغه پانګوال دی، چې خپل څو کاله وړاندې تښتول شوی و. دی وايي، له اختطاف پرته بله هیڅ ویره نه لري او غواړي داسې ځای ته لاړ شي، چې لږ تر لږه په امن او خوندي توګه ژوند وکړای شي.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې له افغانستان دبهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې د پانګوالو دغه ډول ویرې مخ په ډیریدو دي، که بهرنیان له دغه هیواد ووځي، نو بیا به اغېز پر د افغانستان پر اقتصاد څه وي؟

"د کورنیو چارو وزارت صدیق صدیقي وايي، په تیرو نژدې لسو میاشتو کې یې شاوخوا درې سوه داسې کسان نیولي، چې په تښتونو کې یې لاس درلود."

خو له دې ټولو سره سره، افغان حکومت هم د اوس او هم د راتلونکې لپاره د افغان پانګوالو، سوداګرو او هغوی دپانګې د خوندیتوب ټټر وهي.

د کورنیو چارو وزارت صدیق صدیقي وايي، په تیرو نژدې لسو میاشتو کې یې شاوخوا درې سوه داسې کسان نیولي، چې په تښتونو کې یې لاس درلود.

په همدې حال کې د افغانستان ستره محکمه هم وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې د تښتونو په جرم شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته سزاوې ورکړې، چې اعدام او اوږد حبس په کې شامل دي.

خو دا چې په راتلونکې کې به سوداګر او پانګوالو پر وړاندې دغه ننګونې څومره راکمه شي، له وخته وړاندې خبره ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .