افغانستان کې د ودونو مخ پر ډېرېدا لګښتونه

د خپريدو وخت: 05:40 گرینویچ - پنجشنبه 07 فبروري 2013 - 19 سلواغه 1391

په افغانستان کې یو شمېر کسان د کورنیو ترمنځ د تاتریخوالي لامل تر ډېره د ودونو ملا ماتوونکي لګښتونه ګڼي.

په افغانستان کې یو شمېر ځوانان وايي، د ودونو لګښت د کمېدو برعکس په دغه هېواد کې مخ په زیاتېدو دی.

د چارو پوهان چې په دې برخه کې تر اوسه پورې د دولت هڅه مثبته پایله نه ده لرلې او په وینا یې که دغه حالت دوام ومومي، نو نارینه به دې د خپل عمر د ډېرې برخې مجردې تېرولو ته اړ شي.

ځوانانو ته په ژوند کې واده، د واده محفل، خوښۍ، اتڼونه سیل او ګډا د ژوند تر ټولو خوږې شېبې وي.

په افغانستان کې ددغې خوشحالۍ دود په درانه لګښت بدل شوي.

ډېرځوانان اړ کېږي، چې نورو هېوادونو ته یې له امله مسافر شي، یا کلونه کلونه د پیسو په ګټلو پسې ولګوي او یا د عمر د ځوانۍ موسم په مجردۍ کې تېر کړي.

په دې وروستيو کې په مزار شریف کې سینګار ځایونو کې له ناويو سره د هغوی د نورو خپلوانو نجونو او مېرمنو سینګارول، د ولور ترڅنګ په یو بل داسې دود بدل شوی، چې زرګونه افغانۍ لګښت لري.

ګڼ ځوانان تر اړتیا د ډېر شمېر جوړو جامو د ودېدو، او د سرو زرو حتمي شتون اندېښمن کړي دي.

سره له دې چې ویل کېږي د مېرمنو مینه له سینګار سره ډېره ده، خوزیاتې د مزارشریف یوه اوسېدونکې چې د خپل نوم له اخیستو ډډه کوي، وايي چې ملا ماتوونکی وضعیت دوی ته هم د منلو وړ نه دی:

"باید تر ټولو لوی واده کې له څلور سوه کسانو ډېر نه وي. ځینې هوټل دې وايي چې نفر کم وي نه يې ریزرف کوي، دا هېواد ته یوه لویه ستونزه ده."

ربابه نایبي

''زه خپله د داسې یو محفل شاهده وم چې زموږ د کورنۍ یوغړي و او یوازې له ناوې نه سنګارتون پنځه سوه ډالر واخیستل، او له ناوې سره له تللو هرې یوې ملګرې تر درې زرو افغانۍ واخیستې، ډېر ساده ارایش دې وکړي، د لږ پیسو ارایش دې وکړي، دا چې خپله ښکلې دي، ښکلا یې په ساده توب دوه برابره کېږي''.

دغه ډول حالت د نارینه وو ترڅنګ نجونې هم اندېښمنې کړې دي.

د بلخ د ولایتي شورا یوه غړې ربابه نایبي وايي دکورنیو د هلک او نجلۍ پر سر د لوز هوکړه پرمهال د درنو شرایطو بنسټ اېښودو پایله، خوښۍ په خپګان اړوي:

بې خوښۍ واده

''د مثال په ډول، زه خپله څو ورځې وړاندې د یوې داسې نجلۍ شاهده وم چې شپږ کاله د پلار په کور ناسته وه. او پوه شوه چې خسرګنۍ يې دا توان نه لري، چې د پلار له خوا پرې اېښی لګښت وګالي، نجلۍ په خپله د کوژدن هلک کورته ورغله او ویل یې چې تر څو به ناسته وي.''

نوموړې وايي د ډېرو افغان کورنیو چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دي، باید د ودونو خوښۍ په ترټولو لږ لګښت ترسره کړي.

هغه وايي چې تر اوسه د دولت هڅې ګټه نه ده ورکړې، خو ټینګار لري چې په احتیاط ګام اوچت شي چې په وینا یې د درېیو لسیزو وړاندې په شان ناوړه پایلې ونه لري:

''باید تر ټولو لوی واده کې له څلور سوه کسانو ډېر نه وي. ځینې هوټل دې وايي چې نفر کم وي نه يې ریزرف کوي، دا هېواد ته یوه لویه ستونزه ده.

کتونکي وايي، که چېرې دغه ټکي ته جدي پاملنه ونه شي، نو په مجردۍ کې د نارینه وو پاتې کېدو شمېر به نور هم زیات شي.

موږ او تاسې پوهېږو چې په یوه دودیزه ټولنه کې ژوند کوو، هېڅکله داسې قانون نه دی وضع شوی او پلی شوی. د حفیظ الله امین په وخت کې هم دغسې یو قانون جوړ شو، چې د نجلۍ مهر دې درې سوه وي چې د خونړي انقلاب بوی یې اوس هم شته.''

په افغانستان کې یو شمېر کسان د کورنیو ترمنځ د تاتریخوالي لامل تر ډېره د ودونو ملا ماتوونکي لګښتونه ګڼي.

په ودونو کې د نورو کوچنیو لګښتونو ترڅنګ، په مزار شریف کې د ودونو لسګونو هغو جوړو شویو سالونونو ته په کتو داسې برېښي چې د ځینو په اند دروند لګښت ته د خلکو د ورټېل وهلو او تشویقولو زېری لري.

کتونکي وايي، که چېرې دغه ټکي ته جدي پاملنه ونه شي، نو په مجردۍ کې د نارینه وو پاتې کېدو شمېر به نور هم زیات شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .