افغان حکومت زرګونه هکتاره کرونده له کوکنارو پاکوي

د خپريدو وخت: 06:58 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

افغانستان د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې ځای لري، چې مخدره مواد تولیدوي.

د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت مسوولین وايي، افغانستان کې ۹۰ سلنه کوکنار د دغه هېواد په څلور ولایتونو هلمند، کندهار، فراه او اروزګان کې کرل شوي دي.

دغه وزارت وايي، اوس يي داسې پلان جوړ کړی، چې د دغو ولایتونو په ګډون به دافغانستان په ۱۸ ولایتونو کې شاوخوا ۱۵زره هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړي.

د مخدره موادو پرضد د مبارزې مرستیال وزیر محمد ابراهیم ازهر وايي، ښايي دغه ټاکل شوې کچه نوره هم لوړه شي.

دغه راز د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت چارواکي وايي، د کوکنارو له منځه وړلو دغه نوی پلان یي له ولسوالانو او والیانوسره له سلا مشورو ورسته جوړ کړی، چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او ملي امنیت سره به په ګډه پلي کېږي.

دښاغلي ازهر په وینا، د نوي پلان له مخې یې سر له اوسه یوشمېر ولایتونو ته د کوکنارو له منځه وړلو لپاره وسایل استولي او ژر به دغه پروسه پیل کړي.

د کوکنارو له منځه وړلو لپاره په ځینو ولایتونو کې بزګرو ته د مرستو ورکولو ځانګړي پروګرامونه هم په تېرو کلونو کې پيل شوي وو، خو ځینې بزګر وايي، له دوی سره داسې مرستې نه دي شوې، چې د کوکنارو بدیل شي.

"د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته ټيټه شوې."

محمد ګل په ننګرهار کې هغه بزګر دی، چې وايي که حکومت ورسره سمې مرستې وکړي، کوکنار نه کري.

د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته ټيټه شوې خو وايي، د کوکنارو له منځه وړلو د نوي پروګرام پروړاندې تر ټولو ستره ننګونه ناامني او د کوکنارو په کروندو کې دماینونو ځای پر ځای کول دي.

که څه افغان حکومت وايي، په تېرو څو کلونو کې يي په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۴۰ سلنه راټیټ کړی، خو بیا هم افغانستان د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې ځای لري، چې مخدره مواد تولیدوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .