د ایراني انقلاب لمانځلو ته د افغان خبریالانو وربلل

د خپريدو وخت: 16:17 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391

ایران د افغانستان د یو شمېر رسنیو چارواکي او خبریالان د ایران د اسلامي انقلاب د ۳۴ کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته وربللي دي.

په کابل کې د ایران سفارت د افغانستان د یوشمېر رسنیو چارواکي او خبریالان د ایران د اسلامي انقلاب د ۳۴ کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته وربللي دي.

د خبریالانو الوتکه نن شنبه د تهران په لور والوته.

یوه خبریال چې نه يي غوښتل نوم يې واخیستل شي بي بي سي ته وویل، له بېلابېلو رسنیو له ۱۵ ډېر خبریالان دغو مراسمو ته وربلل شوي دي.

دغه راز په افغانستان کې هم رسنیو په ایران کې د اسلامي انقلاب د بریا د ۳۴ کلیزې په اړه مطالبو ته په خپلو خپرونو کې ځای ورکړی دی.

د یوشمېر کتونکو په باور پر ایران د لویدیځ له خوا د بندیزونو له زیاتېدو سره دغه هېواد په بېلابېلو ډولونو هڅه وکړه، چې په افغانستان کې خپل نفوذ ډېر کړي.

د ایران د اسلامي انقلاب د ۳۴ کلیزې د لمانځلو په درشل کې په پلازمېنه کابل کې هم دغه ورځ ولمانځل شوه.

په دې مناسبت مراسمو کې چې د جمعې په ورځ (د فبرورۍ په اتمه) د کابل په لویدیځ کې ترسره شول، یوشمېر شیعه مشرانو او د ایران سفارت چارواکو برخه اخیستې وه.

سږکال د ځینو رسنیو چارواکي او خبریالان د ایران د اسلامي انقلاب د ۳۴ کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته هم وربلل شوي دي.

په دې مراسمو کې د ګډون لپاره له ۱۵ ډېر خبریالان او د رسنیو چارواکي نن ایران ته لاړل او تر دوو اوونیو به هلته پاتي وي.

د یوې رسنۍ مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل دغه خبریالان به د اسلامي انقلاب په کالیزې له ګډون سربیره د ایران له یوشمېر کلتوري بنسټونو نه هم لیدنه وکړي.

افغاني رسنۍ

د افغانستان یوشمېر رسنۍ هم د ایران د اسلامي انقلاب د کلیزې په هکله ځانګړي پروګرامونه خپروي. د تمدن تلویزیون مسوول جواد محسیني وايي:

موږ چې کوم پروګرامونه درلودل یوه هم په کابل کې د ایران له سفیر سره مرکه وه، چې د انقلاب د وخت خبرې په کې مطرح شوې وې.

پر تلویزونونو سربیره د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو هم دې موضوع ته کتنه کړې.

ولې په کابل کې د ایران د اسلامي انقلاب کلیزه لمانځل کیږي او د هېواد رسنۍ ورته کتنه کوي؟

په افغانستان کې د آزادو رسنيو د ملاتړ بنسټ مسوول صدیق الله توحیدي وايي:

د افغانستان په رسنیو کې دغې موضوع ته ډېر ځای ورکول، د افغانستان په رسنیو کې د ایران ډېر نفوذ څرګندوي.

په دې تړاو مو د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور او د بهرنیو چارو وزارتونو د غبرګونو د ترلاسه کولو هڅه هم وکړه خو د دغو وزارتونو چارواکو په دې هکله له خبرو ډډه وکړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .