آيساف افغانستان کې د "بري پر لار" دی

د خپريدو وخت: 20:25 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

جنرال الن وايي ځواکونو يې د اورپکۍ ضد جګړې ګټلو پر لور "اوږد مزل" کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان چې دنده يې پای ته رسېدلې، ويلي ائتلافي ځواکونو په دغه هېواد کې د جګړې ګټلو پر لار دي.

جنرال الن چې دنده يې د يکشنبې/اتوار پر ورځ جوزېف ډنفورډ ته وسپارله وويل ځواکونو يې د اورپکۍ ضد جګړې ګټلو پر لور "اوږد مزل" کړی دی.

ټاکل شوې جنرال الن په اروپا کې د ناټو تړون جګپوړي قوماندان په توګه و ګومارل شي.

تېره مياشت دی د امريکا دفاع وزارت له لوري له ناسم چلن سپين وګڼل شو، له يوې داسې رسوايۍ چې د سي ای اې پخوانی مشر ډېوېډ پېټرېيس يې دندې پرېښودو ته اړ کړ.

جنرال الن بي بي سي ته وويل: "د اورپکۍ ضد جګړه وخت نيسي، او دا سخته ده چې پر کليز يو ټکی کېښودل شي او وويل شي چې نن موږ جګړه ګټو".

ده زیاته کړه: "فكر كوم هغه څه ته د شرايطو برابرولو لپاره مو اوږد مزل کړی، چې په عمومي او دوديز ډول د اورپکۍ ضد جګړه کې ټاکونکی عامل بلل کېږي، د حکومتوالۍ لپاره د شرايطو برابرول، د اقتصادي فرصت لپاره د شرايطو برابرول، فکر کوم موږ د بري پر لار روان يوو."

جنرال جان الن په افغانستان کې له ۱۹ میاشتو ماموریت وروسته، خپله دنده بل امریکايي څلور ستوریز جنرال ته پرېښوده، چې دغه هېواد لا تر اوسه له اورپکۍ سره لاس او ګرېوان دی.

د جنرال الن ځای ناستی نوی امریکايي جنرال جوزف دونفورډ به له افغانستانه دنړیوالو ځواکونو د وتول بهیر او افغان لوري ته د ټولو امنیتو مسوولیتونو دلېږد چارې څارې.

دغه نوی سمندري پوځي قومندان به په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو تر ټولو لوړی پوړی پوځي چارواکی وي.

د برياليتوب احساس

جنرال ډآنفورډ به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو هغه وروستی قومندان وي

جنرال جان الن له بي بي سي سره خپلو خبرو له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو خبره رد کړ خو ټنیګار یې کاو، چې دافغانستان په جګړه کې د دوی بریالتوب نژدې شوی دي.

ښاغلي الن د پوځي قومندې د لېږد مراسمو کې دا هم وویل، چې جګړه په یوه شپه کې نه شي بریالۍ کېدای.

"د خوشالۍ هغه احساس، چې نن یې لرم، ۱۹ میاشتې مخکې مې نه درلود. هغه هيله او احساسې چې زه يې اوس لرم د برياليتوب احساس دی. دغه بریالیتوب په یوه شپه کې نه کېږي. دغه بریالیتوب زموږ د قومندانانو او نړیوالو ملګرو پر هڅو تر لاسه کېږي".

په همدې حال کې د ښاغلي الن ځای ناستي، جنرال جوزف ډانفورډ هم په خپلو خبرو کې د خپل ماموریت پر ژمنتیا ټینګار کاو.

ښاغلي ډآنفورډ وویل، چې د نړیوالو ځواکونو روحیه پر خپل ځای دی.

"نن د تغییر او بدلون مساله مطرح نه ده، بلکې ماموریت ته دوام ورکول مهم دي. د ایتلافي ځواکونو اراده نه ده بدله شوې. هغه څه چې نه دي بدل شوي، د دغه ټیم نظم او روحیه دي، د افغان امنیتي ځواکونو د پام وړ وده نه ده بدله شوې. په دغه ماموریت کې زموږ ژمنتیا نه ده بدله شوې."

جنرال ډآنفورډ به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو هغه وروستی قومندان وي، چې دنده یې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر بهیر او افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت د لېږد پر مسایلو راټوله وي.

جنرال الن پخپل ۱۹ میاشتني ماموریت کې د افغانستان د امنیت د ټینګښت په برخه کې د پوځيانو څارنه کوله.

په پام کې ده، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه په دوو نورو پړاوونو کې د افغانستان د ټولو پاتې سیمو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارلې شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .