عامه معلوماتو ته د لاسرسي مسوده بشپړه شوه

د خپريدو وخت: 13:03 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

که دغه نوی قانون تصويب شي، چارواکي اړ دي چې خبريالانو ته معلومات ورکړي.

له ازادو رسنيو د ملاتړ اداره نی هېله ښيي چې د روان لمريز کال تر پايه به معلوماتو ته د لاسرسي د حق قانون ولسي جرګې ته وسپارل شي او ولسي استازي به يې تصويب کړي:

په افغانستان کې له ژورنالستانو د ملاتړې ادارې وايي د دغه قانون په تصويبېدو به معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبريالانو لويه ستونزه هواره شي.

تر اوسه په افغانستان کې رسنۍ معلوماتو ته د لاسرسي له قانون پرته فعاليت کوي.

په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې 'نی' مشر صديق الله توحيدي وايي اوس مهال حکومتي چارواکي خبريالانو ته د معلوماتو له ورکولو ځان يوې او بلې خوا کوي.

مجازات

د ده په خبره د دغه قانون په تصويبېدو به هغه چارواکي چې له دغه قانون نه سرغړونه وکړي مجازات شي:

''د دغې مسوودې په تصويبېدو به که وغواړي او که ونه غواړي د دې زمينه برابره شي چې خبريالان په بشپړ ډول هغو معلوماتو ته چې اړتيا ورته لري، لاسرسی پيدا کړي. هغه مهال چې د افغانستان دولتي چارواکي د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړي، معلوماتو ته د لاسرسي د قانون پر بنست به سزا ورکړل شي.''

په افغانستان کې خبریالان له چارواکو د معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي بيا بيا د يوه راپور د تاييد او يا رد لپاره چارواکو سره اړيکه نيسي خو نه بريالي کېږي:

"افغان خبريالان وايي ډېری وختونه يې راپورونه د چارواکو له لوري د معلوماتو نه ورکولو له امله نيمګړي او ان کله کله يې راپورونه يې بيخي لغوه شي."

خو دا ستونزه يوازې تر پلازمېنې کابله نه ده محدوده، بلکې د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم خبرېالان له ورته ستونزو سر ټکوي.

د بلخ يو خبريال عبداللطيف سهاک وايي چارواکي يوازې هغه مهال معلوماتو ورکولو ته چمتووالی ښيي موضوع يې د بيارغونې او د دوی د لاسته راوړنو په اړه وي، خو که راپور دې تحقيقاتي وي بيا له معلوماتو ورکولو ډده کوي.

افغان خبريالان وايي ډېری وختونه يې راپورونه د چارواکو له لوري د معلوماتو نه ورکولو له امله نيمګړي او ان کله کله يې راپورونه يې بيخي لغوه شي.

دوی هيله مند دي د نوي قانون په تصويبېدو به يې دغه ستونزې تر ډېره بريده هواره شي، خو ځينې نور په دې باور دي چې ښايي دغه قانون هم د نورو قوانينو په خېر ژر پايلې ور نه کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .