افغانستان کې د اړتیا وړ امریکايي پوځيان پاتې کېږي

د خپريدو وخت: 04:43 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391
مارټن ډېمپسي

مارټین ډېمپسي وايي، هېڅکله به له لسو زرو سرتېرو نه ونه غواړي چې د شلو زرو سرتېرو دنده دې ترسره کړي.

د امريکايي ځواکونو لوی قومندان، جنرال مارټين ډېمپسي، ويلي چې په افغانستان کې به تر ۲۰۱۴م کال وروسته د پاتې کېدونکو امريکايي پوځيانو شمېر دومره وي چي خپل ماموريت په سمه توګه تر سره کړي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال جان الن وايي چي ځواکونه يي په افغانستان کې د جګړې د ګټلو پر لور روان دي.

جنرال الن، چې په افغانستان کې يې د ناټو ځواکونو د مشر قوماندان په توګه دنده نن پای ته رسېږي، زياته کړې چي ناټو بايد زغم او له افغان ځواکونو سره مرستي ته چمتووالی ولري.

د جنرال جان الن دا څرگندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې له ٢٠١٤ م کاله وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو سرتېرو شمېر لا د سپينې ماڼۍ له خوا نه دى اعلان شوى.

زغم

خو جنرال الن وايي د صفر شمېره يو غوراوى نه دى، مانا دا چې امريکايي ځواکونه به ټول له افغانستانه ونه وځي.

ښاغلي الن چې له تېرو ١٩ مياشتو راهيسې يې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشري کړې او افغان ځواکونو ته يې د پوځي مسووليتونو د لېږد بهير څارلى، وايي د ناټو ټلواله بايد په افغانستان کې له زغم کار واخلي او مرستې ته چمتو وي.

په همدې حال کې د امريکا لويو درستيزانو د گډې جرگه گۍ مشر جنرال مارټين ډېمپسي ويلي، ډاډه دى چې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو ځواکونو شمېر به د ماموريت له اړتياو سره سم وي.

نوموړى وايي چې هېڅکله به له لسو زرو سرتېرو نه ونه غواړي چې د شلو زرو سرتېرو دنده دې ترسره کړي.

جنرال الن بي بي سي ته ویلي چې: "له اورپکو سره مبارزه وخت ته اړتیا لري. د وخت په تېرېدو به جوته شي جې موږ څومره بریالي شوي یو."

ښاغلي ډېمپسي چې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د قومندان جان الن نه د هغه ځاى ناستي جنرال جوزف دنفورد ته د واک د لېږد په مراسمو کې گډون په موخه دغه هېواد ته په لاره و، په جرمني کې خبريالانو ته وويل امريکايي ځواکونه به هغه مهال په بشپړه توگه له افغانستانه ووځي چې دواړه هېودونه په دوه اړخيز امنيتي تړون کې د امريکايي ځواکونو د قضايي مصونیت يا خونديتابه پر سر کومې هوکړې ته ونه رسېږي، لکه څنگه چې په عراق کې وشول.

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو قومندان جان الن له ٢٠١٤ م کال وروسته د امريکايي ځواکونو د شتون خبره کوي او دا هم مني چې په افغانستان کې جگړه پر ځاى پاتې ده خو په راتلونکې کې يې د څرنگوالي په اړه ډېر څه نه وايي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل د دې وړاندوېينه به ډېره سخته وي چې د ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته به ايا طالبان په دې وتوانېږي چې نورې سيمې لاندې کړي او که نه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .