زلمی رسول:د پاکستان د صادقانه همکاري غوښتنه مو کړې

د خپريدو وخت: 11:09 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

زلمي رسول چې له ولسمشر کرزي سره د لندن، ناروې او قاهرې له سفره بېرته راغلی، خبریالانو ته د سفر لاس ته راوړنې یادې کړې.

افغان چارواکي وایي د افغانستان او پاکستان د عالمانو د ګډې غونډې د تنظیمولو لپاره یو افغان پلاوی پاکستان ته لاړ چې په مارچ میاشت کې د عالمانو د جوړیدونکي غونډې پراجنډا کار وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول چې له ولسمشر کرزي سره د لندن، ناروې او قاهرې له سفره بېرته راغلی، کابل کې خبریالانو ته د سفر لاس ته راوړنې یادې کړې. ښاغلي رسول د پاکستان د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې د طالب بندیانو په خوشي کېدو کې به د سولې له عالي شورا سره سلا مشوره کوي. ښاغلي رسول وویل:

"موږ تر ډېره له پاکستان سره پر دې خبرې وکړې چې دوی څه ډول کولای شي د افغانستان د سولې په برخه کې صادقانه همکاري وکړي. له همدې کبله مو له دوی وغوښتل چې د پاکستان له زندانونو څخه د طالبانو خوشي کیدل د سولې د عالي شورا سره په همغږۍ ترسره کړي . هغوی دا مرسته کولی شي چې د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره څوک باید غوره شي. پاکستانیانو پرون اعلان وکړچې له دې وروسته به طالب بندیان د سولې د عالي شورا په همغږۍ خوشي کوي او موږ د دې پرېکړي هرکلی کوو."

"د طالب بندیانو په اړه په نوي میکانیزم روانه میاشت کې په لندن کې د پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو په غونډه کې خبرې شوې چې د برتانیا د لومړي وزیر له خوا جوړه شوې وه."

وړمه ورځ پاکستاني چارواکو وویل، چې د نورو افغان طالب بندیانو په خوشي کولو کې به د افغانستان سولې شورا ته رسمي رول ورکړي او نور طالبان به له دې شورا سره په سلا مشوره خوشي کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرتر جلیل عباس جیلاني وویل، د نوې میکانیزم له مخې به هغه طالبان خوشي کړي چې د سولې پروسه کې همکاري کولای شي.

د طالب بندیانو په اړه په نوي میکانیزم روانه میاشت کې په لندن کې د پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو په غونډه کې خبرې شوې چې د برتانیا د لومړي وزیر له خوا جوړه شوې وه. پاکستان وایي چې تېرو دوو میاشتو کې یي ۲۶ طالب بندیان خوشي کړي دي. خو یو شمېر افغان چارواکو اسلام اباد کې بي بي سي ته ویلي چې کابل د طالبانو د خوشې کېدو کار نیمګړی بولي، ځکه چې د خوشي شویو طالبانو په اړه هېڅ معلومات نه لري، چې چېرې تللي دي.

پاکستاني چارواکي اوس وایي چې د سولې شورا سره د یوه نوي میکانیزم له مخې به نور طالبان خوشي کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .