افغانستان له ترکمنستان برېښنا واردوي

د خپريدو وخت: 17:25 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

ترکمنستان ته په لېږل شوي پلاوي کې د مالیې، بهرنیو چارو او اوبو او انرژۍ وزارتونو استازي شامل دي.

افغان حکومت ترکمنستان ته یو پلاوی لېږلی چې د پنځه سوه کیلو واټه برېښنا مزي د غځولو پر طرحې خبرې وکړي.

افغانستان خپله اتیا سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو اخلي او پاتې شل سلنه یې په هېواد کې دننه تولیدوي.

ترکمنستان ته په لېږل شوي پلاوي کې د مالیې، بهرنیو چارو او اوبو او انرژۍ وزارتونو استازي شامل دي.

د افغانستان اوبو او برېښنا مرستیال وزیر شجاع الدین ضیايي بي بي سي ته وویل دغه پلاوی به له ترکمن چارواکو سره د پنځه سوه کیلو واټه برېښنا مزي د غځولو پر طرحې او هرات او اندخوی ته د برېښنا د کیفیت پر ښه والي خبرې وکړي.

"د دغې طرحې یوه مهمه موضوع د هرات او اندخوی د برېښنا کیفیت دی، په خواشینۍ سره چې د هرات او اندخوی د برېښنا کیفیت اوس خراب دی، نو له همدې امله پر دې بحث کیږي چې څنګه کولای شو هرات او اندخوی ته دایمي او ثابته برېښنا ولېږدو. او بل هم بادغیس ته د برېښنا د رسولو موضوع ده".

دا مهال د افغانستان اتیا سلنه برېښنا چې پنځه سوه مېګاواټو ته رسیږي له ګاونډیو هېوادونو اخیستل کیږي. پاتې شل سلنه ابي او حرارتي برېښنا په هېواد کې دننه تولیدیږي.

ټول افغانستان کې د برېښنا د اړتیا د پوره کېدو لپاره څلور زره مېګا واټه برېښنا ته اړتیا ده.

"ټول افغانستان کې د برېښنا د اړتیا د پوره کېدو لپاره څلور زره مېګا واټه برېښنا ته اړتیا ده."

د برېښنا شرکت چې په افغانستان کې د برېښنا د تنظیم او مدیریت چارې ور په غاړي دي وايي د روان کال له پیله یې تر دې دمه یې د برېښنا د لګښت په تړاو شاوخوا اته میلیارده افغانۍ ټولې کړې دي او تمه لري چې دغه شمېره د کال تر پایه لس میلیارده افغانیو ته ورسیږي.

د برېښنا شرکت د سوداګرۍ چارو مشر میرویس عالمي وايي یو شمېر دولتي ادارو له څو کلونو راهیسې خپل د برېښنا لګښت نه دی ورکړی چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ښاغلي علمي په وینا په دې ډلې کې داسې شرکتونه هم شته که برېښنا پرې قطع شي نو ستونزې به لا ډېرې کړي، هغه د بېلګې په توګه د اوبو رسولو له ادارې، ملي راډیو تلویزیون، او د زندانونو یادونه وکړه.

په ناوړه توګه د برېښنا مصرفول او برېښنا ته ځانګړې شوې بودیجه په نورو برخو کې لګول د دې ستونزې اصلي لامل بلل کېږي.

د افغانستان د مالیې وزرات چې د حکومت د وزراتونو او ادارو د بودیجې د تنظیم دنده پر غاړه لري وايي په دې برخه کې بې پروايی شوې ده.

د مالیې وزارت سلاکار نجیب الله منلی وايي د دې ستونزې لپاره باید د حل یوه لار وموندل شي.

افغان حکومت مخکې تر دې ویلي و، له ګاونډیو هېوادونو د برېښنا د اخیستلو تر څنګ هڅه کوي چې په هېواد کې دننه له طبعیې زېرمو ګټه واخلي، خو د دغه راز پروژو پلي کول زیاتو پانګو ته اړتیا لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .