"قضايي ادارې له وېرې وروستۍ پرېکړه نه شي کولای"

د خپريدو وخت: 06:46 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

کابل بانک کې د فساد موضوع په ۲۰۰۹ کال کې ډاګیزه شوه چې نژدې یو میلیارد ډالره ترې ایستل شوي وو.

د کابل بانک د پخواني مشر مدافع وکیل وايي قضايي ادارې د هغو زورواکانو له وېرې خپله وروستۍ پرېکړه نه شي کولای چې په دغې قضیې کې ښکېل دي.

دوی دغه راز د ښاغلي شېر خان فرنود مخکینۍ محاکمه عادلانه او رڼه نه بولي.

کابل بانک کې د فساد موضوع په ۲۰۰۹ کال کې ډاګیزه شوه چې نژدې یو میلیارد ډالره ترې ایستل شوي وو، او افغان حکومت یې په چارو کې مداخله وکړه.

"د ښاغلي شېرخان فرنود مدافع وکیل صبغت الله تمیم د هغه محاکمه رڼه او عادلانه نه بولي.هغه وايي ښايي قضايي ارګانونه د هغو زورواکانو له وېرې دا کار نه شي کولای چې په قضیې کې ښکېل دي."

د کابل بانک د پخواني مشر مدافع وکیل د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل پر مؤکل یې د لګېدلو تورونو د سپیناوي لپاره وخت نه دی ورکول شوی. او تر ډېره د بانک د ونډه والو د پورونو کچه په دقیقه توګه نه دی څرګنده شوې.

د ښاغلي شېرخان فرنود مدافع وکیل صبغت الله تمیم د هغه محاکمه رڼه او عادلانه نه بولي.هغه وايي ښايي قضايي ارګانونه د هغو زورواکانو له وېرې دا کار نه شي کولای چې په قضیې کې ښکېل دي.

ښاغلی تمیم وايي محکمې ته يي سندونه وړاندې کړې دي خو د سپیناوي لپاره لازم وخت نه دی ورکول شوی.

د افغانستان قضايي ادارو مخکې ویلي وو، چې ډېر ژر به د کابل بانک په قضیې کې د تورنو کسانو په اړه پرېکړه وکړي. موږ له پرله پسې هڅو سره ونه توانېدو چې د ښاغلي فرنود د مدافع وکیل د څرګندونو په تړاو د قضايي چارواکو غبرګون ترلاسه کړو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .