کندهار : د ولایتي شورا د مشرتابه پر سر اختلافونه

د خپريدو وخت: 06:23 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

د دغې شورا د مشرتابه لپاره ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوي چې د شورا د ۱۳ وکیلانو له ډلې یوازې اووه تنه یې حاضر وو.

د کندهار د ولایتي شورا د مشرتابه پر سر د اختلافونو په پایله کې د شورا وکیلان پر دوو برخو وویشل شول.

د دغې شورا د مشرتابه لپاره ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې چې د شورا د ۱۳ وکیلانو له ډلې یوازې اووه تنه یې حاضر وو.

د شورا حاضرو ۷ غړو حاجي سید جان خاکریزوال د رییس په توګه وټاکه چې ویل کېږي د ښاغلي شاه ولي خان نژدې ملګری دی، زرغونه کاکړ د مرستیالې او حفیظ الله د منشي په توګه وټاکل شول.

خو د کندهار د ولایتي شورا مخکیني رییس حاجې احسان او یوشمېر نورو غړو د یکشنبې په ورځ د یوې خبرې غونډي په ترڅ کې د تېرې ورځې ټاکنې ناسمې وبللې.

حاجي احسان د ولسمشر پر ورور شاولي خان کرزي نیوکه وکړه چې نوموړې د شورا په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.

د کندهار دولایتي شورا پخواني مرستیال رحمت الله خان هم دا ټاکنې ناقانونه وبللې او زیاته یې کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د شورا یوه غړې د شورا د ټاکنو د ترسره کېدو په باب مکتوب لېږلی.

یو شمېر وکیلانو وویل تر هغې به شورا ته ورنشي چې ټاکنې بیا ترسره نه شي او د چا لاسوهنه باید په کې نه وي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نظر هم ولرو خو له کوښښونو سره سره څوک خبرو ته حاضر نه شول.

که له یوې خوا د ولسمشر پر ورور شاولي خان کرزي تور لګول کېږي چې د شورا د نوي ټاکل شوي رییس ننګه کوي، بل پلو داسې هم ویل کېږي چې د شورا پخوانی مشر حاجي احسان د ولسمشر کرزي د تره د زوی حشمت کرزي له ملاتړه برخمن دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .