کونړ کې بمبارۍ لس ولسي وګړي وژلي

د خپريدو وخت: 08:31 گرینویچ - چارشنبه 13 فبروري 2013 - 25 سلواغه 1391

شیګل د کونړ یوه سرحدي ولسوالي ده.

تر یو څه مودې کرارۍ وروسته دا په کونړ کې د ولسي وګړو تر ټولو لویه وژنه ده.

د کونړ والي سید فضل الله واحدي د ملکو خلکو پر وژنې ژور خواشینی دی او وايي چې عملیات له دوی سره له سلا مشورې او همغږۍ پرته شوي دي:

''په تأسف سره باید ووایم، چې یوځل بیا زموږ ملکي خلک شهیدان شول، په دغه دره کې د افغان او ایتلافي ځواکونو ګډو عملیاتو پنځه ښځې، یو سړی او څلور ماشومان وژل شوي. د طالبانو یوڅو کسه قومندانان هم په کې وژل شوي.''

نوموړی وايي، د هر بې ګناه ولسي وګړي وژنه په سیمه کې ناوړه پایلې لري، په تېره بیا چې وژل شوي کسان ماشومان وي.

له چوګام نه، هلته چې ولسي وګړي وژل شوي، یو ټپي شوی ماشوم د اسعداباد روغتون ته راوړل شوی.

دی ډېرې خبرې نه شي کولی، خو دومره وايي، چې پر کورونو یې بریدونه وشول.

ښايي ددغه کوچني د کورنۍ ډېر غړي وژل شوي وي، خو دی پرې لا نه دی خبر:

''نوم مې نعيم الله دی، بېګاه شپه یې په موږ چاپه واچوله، موږ په کورونو کې وو، او بمبار یې وکړ.''

له دغه ټپي کوچني سره یو کس چې له سیمې راغلی وايي، سهار د پېښې ځای ته ورغلی او هلته یې ګڼ مړي او د انسانانو غړي تر خاورو خځلو لاندې ولیدل:

بمبار

"بېګاه شپه یې په موږ چاپه واچوله، موږ په کورونو کې وو، او بمبار یې وکړ."

ټپي ماشوم

''نوم مې وحيدالله دی، د چوګام د کلي يم ، ډزې وې سهار چې راغلو، کورونه وران شوى وو، ماشومان پوټي پوټي پراته وو چا ورته زړه نه شو ټينګولى، زه چې راغلم کورنه وران شوي وو، خلک لګيا ووانسانان یې له خاورو راويستل ما دا زخمي را واخيست او روغتون ته مې راوړ.''

د ولسي خلکو پر وژنه خلک خورا خوابدي شوي.

د کونړ د ولايتې شورا مشر ميا حسن عادل د دا وړ بې کرکې ولسي وژنې درېدل غواړي:

''کېداى شي دې کې درې څلور طالبان مړه وي، خو دا په دې نه ارزي چې څوارلس ولسي خلک دې په کې ووژل شي، په دې باندې د کونړخلک، اداره او ولايتي شورا ټول خپه يو، موږ داسې عمليات غواړو چې بې ګناه خلک په کې ونه وژل شي او يوازې ګناهګار ووژل شي، دا ولس موږ په خبرو لارې ته راوستى که دغه ډول بمبارونه کېږي، دا ولس خوابدى کېږي او فاصله راځي.''

تر اوسه د ايساف او نړيوالو ځواکونو له لوری په دې تړاو څه نه دې ويل شوي، خو وسله والو طالبانو د خپلو درې تنو د وژل کېدو پخلى کړى او ادعا کوي چې په نښته کې ېې څو افغان او بهرني سرتېري وژلي او ټپيان کړي.

ټپي شوی ماشوم ډېرې خبرې نه شي کولی.

په وژل شو کې د دانګام د ولسوالۍ د طالبانومشر شاپور هم شته.

دده په اړه ويل کېږي چې له القاعدې سره یې نژدې اړيکې لرلې.

اوسني عمليات دډيورنډ پولې ته څېرمه په هغه سيمه کې شوي چې د تېر ميلادي کال په وروستيو کې په کې د پاکستاني طالبانو يو قومندان ملا دادالله د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى و.

رپوټونه وايي، په اوسني بريد کې هم د پاکستاني طالبانو يو بل کس چې په راکټي مشهور وو وژل شوى.

د سيمې خلک وايي، اووه نور کسان ژوندي بېول شوي، خو لا تراوسه نه ده معلومه چې نيول شوي ملکيان دي او که وسله وال.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .