افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول بدلېږي

د خپريدو وخت: 13:01 گرینویچ - چارشنبه 13 فبروري 2013 - 25 سلواغه 1391

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د چارو د همغږۍ لومړۍ غوڼډه د تېر کال په مۍ میاشت کې شوې وه.

له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول بدلیږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول وايي د نوي رول له مخې به ملګرو ملتونو د افغانستان له ملي لومړیتوبونو ملاتړ کوي.

په تېره لسیزه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالتونه عمدتا په سیاسي برخو لکه ټاکنې، ښه حکومت ولۍ او افغان حکومت ته په سلا مشورو ورکولو راټول و چې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یونما له خوا پر مخ وړل کېده.

په دغه موده کې او تر دې د مخه د له افغانستان سره ملګرو ملتونو بشري مرستو هم دوام درلود.

خو اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د چارو د همغږۍ په دویمې غوڼډې کې ویلي، له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول بدلیږي، افغان بنسټونه به د مشرۍ رول ولري او ملګري ملتونه به د هغوی له پروګرامونو ملاتړ کوي.

لومړیتوبونه

''موږ هوکړه وکړه، چې د څرګندو او متمرکزو لومړیتونو په ساحه کې یو نوی بهیر پیل کړو، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سېستم په کې وړتیا او پرتله ییز لاسبری لري او دوی یې له لارې په لا ښه ډول د افغانانو او د حکومت د پراختیايي تګلارو ملاتړ کولای شي.''

په غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش وویل، له ۲۰۱۴ کال وروسته به ملګري ملتونه د افغانستان د ملي لومړیتوبونو له پروګرامه ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو له خوا هر ډول مرسته به د افغانستان د غوښتنو پر بنسټ کیږي:

''وروسته له دې به موږ یعنې ملګري ملتونه د افغان حکومت له پروګرامونو ملاتړ کوو، د موازو ادارو دوران نور تېر شوی دی. د انتقال د پروسي لومړنی اصل دا دی چې باید د هر څه مشري افغان حکومت وکړي، او مونږ به خپلې مرستې یوازې د افغان حکومت د غوښتنې له مخې لګوو.''

موازي ادارې

"وروسته له دې به موږ یعنې ملګري ملتونه د افغان حکومت له پروګرامونو ملاتړ کوو، د موازو ادارو دوران نور تېر شوی."

یان کوبیش

ښاغلي کوبیش وویل، دا اړتیا شته چې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یوناما له ۲۰۱۴ کال وروسته هم دوام وکړي خو په فعالیت کې به یې یو څه بدلون راشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوی يوناما چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر هم بلل کیږي په ۲۰۰۲ کې د افغان حکومت د غوښتنې او بن کنفرانس د پرېکړې پر بڼسټ په دغه هیواد کې خپل فعالیت پیل کړ.

د بُن په غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما ته د یو لړ مهمو دندو وړاندوینه شوې وه ، چې د افغانستان د نوي جوړ شوي حکومت او د نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږی رامنځ ته کول یې تر ټولو مهمه دنده وه.

د یوناما فعالیت تیر کال په افغانستان کې پوره شوې و خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د یوناما فعالیت د روان میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې وغزول شو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .