غزني کې د ګاډو ټکر ۱۶ مساپر وژلي

د خپريدو وخت: 05:47 گرینویچ - پنجشنبه 14 فبروري 2013 - 26 سلواغه 1391

واندې هم د احمد شاه ابدالي شرکت مساپر وړونکو ګاډو ټکر کړی، چې لسګونه مساپر په کې وژل شوي وو.

د افغانستان سوېلي ولایت غزني کې د ترافیکې پېښې له کبله لږترلږه ۱۶ مساپر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

پېښه نن ګهیځ وختي (پنجشنبه/فبروري ۱۴) د غزني قره باغ ولسوالۍ په نوروز خېلو کلي کې شوې ده.

په مړو کې درې ښځې او يو ماشوم هم شامل دي.

د غزني د امنیت امر سمونوال محمد حسین عادل بي بي سي ته وویل، پېښه د ۳۰۳ موټر چې له کابله کندهار ته روان و، او مازدا د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

د غزني والي موسی خان اکبر زاده پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې د ټپيانو د انتقال او د پېښې د پلټنې لپاره يې يوه ډله سيمې ته استولې ده.

ده وويل، په ټکر کې د وژل شويو د جسدونو د انتقال لپاره يې هم تدابير نيولي دي.

بې احتیاطي

د کابل- کندهار لويې لارې د تنګوالي او همدا ډول د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله ډېرى وخت د داسې پېښو شاهده وه.

نوموړی وايي، ټولو اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې، چې د ټپیانو د ژر لېږدولو لپاره پوره مرسته وکړي.

دغه ۳۰۳ ډوله مساپر وړونکی لوی ګاډی د احمد شاه ابدالي د ترانسپورتي شرکت اړوند دی.

واندې هم د دغه شرکت مساپر وړونکو ګاډو ټکر کړی، چې لسګونه مساپر په کې وژل شوي او سوځېدلي دي.

تر ټولو خونړۍ پېښه یې تېر کال هغه مهال وشوه، چې د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د دغه شرکت یو ۳۰۳ مساپر وړونکی ګاډی له یوه ټېلر سره ټکر شو، چې ۵۳ مساپر په کې ووژل شول.

په یوه بله ورته پېښه کې هم په غزني کې د ټکر له کبله ۱۶ مساپر وژل شوي وو.

د کابل- کندهار لويې لارې د تنګوالي او همدا ډول د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله ډېرى وخت د داسې پېښو شاهده وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .