امریکا د افغان رغنیزو پروژو پر مرستې غور کوي

د خپريدو وخت: 05:21 گرینویچ - پنجشنبه 14 فبروري 2013 - 26 سلواغه 1391
جان سوپکو

دی وايي، تر دې وروسته به د امریکا کانګرس او امریکايي اداره دغه لست ارزوي او پرېکړه به کوي، چې کومې پروژې ته پیسې ومني او کومې ته نه.

د امريکا مرستو لګولو څارنې اداره وايي د دغه هېواد حکومت بايد پر دې غور وکړي چې په افغانستان کې پر رغنيزو پروژو لا نورې پيسې ولګوي که څنګه.

دغې ادارې په افغانستان کې د پرله پسې فساد او د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د پروژو اداره کې د دغه هېواد ناتوانۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان رغونې ځانګړي عمومي پلټونکي جان سوپکو وويل د افغانستان لپاره د امريکا مرستو کې ۲۰ مليارډ ډالره ځانګړي شوي، خو لا تر اوسه نه دي لګول شوي.

د مرستو لړۍ کې نژدې ۱۰ مليارډه نور کېدی شي نژدې وخت کې د امريکا کانګرس له لوری ومنل شي.

ښاغلي سوپکو وويل، زيات شمېر پروژې چې په افغانستان کې د امريکا په مرسته جوړې شوې، اوس په نا امنه سيمو کې دي، او د امريکايي ځواکونو وتلو سره يې د دوی د پلټونکو له سترګو لرې کوي چې په خوندي ډول ترې ليدنه وکړي.

واشنګټن ویلي، ښکاري افغان حکومت د امریکا له لوري د لویې شمېر مستقیمو مرستو د تنظیمولو توان نه لري.

ډالر

سوپکو وايي، په تېر یوه کال کې یې افغانستان کې د نژدې ۱.۹ میلیارد ډالرو مرستې څارنه کړې.

جان سوپکو دا هم ویلي، چې "داسې نه ښکاري چې د افغانستان حکومت د امریکا او نورو مرستندویه هېوادونو له لوري د میلیاردونو ډالرو ژمنه شویو پیسو لګښت تنظیم کړای شي."

دغه امریکايي څارونکي ویلي، د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د بیارغونې په برخه کې نژدې ۱۰۰ میلیارد ډالر پانګونه کړې ده.

افغان حکومت د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې راغلی، چې اداري فساد په کې اوج ته رسېدلی دی.

د توکیو په تېر کانفرانس کې نړیوالو مرستندویو له افغانستان سره د شاوخوا ۱۶ میلیارد ډالرو مرتې ژمنه وکړه.

سوپکو دا هم ویلي، د امریکا حکومت غواړي، چې د افغانستان حکومت د بهرنیانو له له لوري د پرمختیايي مرستو پرځای له خپلې ملي بودیجې لږترلږه ۵۰ سلنه برخه چمتو کړي.

دقیقه ارزونه

د ښاغلي سوپکو تر څرګندونو وروسته، افغانستان کې د مرستو یوه چمتو کوونکي ویل،ي چې په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان پرمختیايي برخو کې په ډراماتیک ډول نړیوالې مرستې شوې دي.

د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د تېر کال په اوږدو کې دغې ادارې افغانستان کې د نژدې ۱.۹ میلیارد ډالرو مرستې څارنه کړې ده.

دغه اداره وايي، چې په دقت سره یې پر ځای له لګول شویو مرستو ځان ډاډه کړی دی.

ولې؟

که چېرې افغانان روغتون نه شي ساتلی، ولې یې ورته جوړ کړو؟

د پاکستان او افغانستان لپاره د یوسایډي د ادارې د همغږۍ د دفتر مشر الکس تیري ویلي "یوسایډي د ټولو هغو وزارتونو دقیقه ارزونه کړې ده، چې د دغې ادارې مرستې یې ترلاسه کړې دي. وړاندې له دې چې کوم وزارت ته مرسته ورکړل شي، د دوی وړتیا هم ارزول شوې ده."

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په تېره سې شنبې وویل، چې د راتلونکي کال تر دې مهاله پورې به له افغانستانه ۳۴ زره امریکايي سرتېري وتلي وي.

د امریکايي مرستو څارونکي سوپکو، چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې د مرستو څارنه کوي، ویلي دفتر به یې افغانستان کې ټولو هغو امریکايي دفترونو ته لیکونه ولېږي، چې په دغه هېواد کې د خپلو پروژو لستونه جوړ کړي.

دی وايي، تر دې وروسته به د امریکا کانګرس او امریکايي اداره دغه لست ارزوي او پرېکړه به کوي، چې کومې پروژې ته پیسې ومني او کومې ته نه.

نوموړی د بېلګې په توګه وايي: "که چېرې افغانان روغتون نه شي ساتلی، ولې یې ورته جوړ کړو؟".

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .