"له ښځو سره زور زیاتی په عملي کړنو له منځه ځي"

د خپريدو وخت: 13:19 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

ځینې ښځې بیا وايي چې د زور زیاتي د مخنیوي لپاره باید د ښځو د پوهاوي کچه لوړه شي او تر څنګ یې ښځې باید خپل حقونه او مسوولیتونه وپیژني.

یو شمېر افغان مېرمنې وايي له ښځو سره زور زیاتی یواځې په شعار نه بلکې په عملي کړنو له منځه ځي او دا کار یواځې د ښځو د پوهاوي په لوړېدو سره ممکن دی.

د افغانستان د اصلاح ټولنې له خوا په یوې جوړې شوې سیالۍ کې شاوخوا ۱۰۰۰ مېرمنو او نجونو ګډون کړی و، چې تر ډېره د ښځو د حقونو او پوهاوي په تړاو موضوعات په کې راټول شوي وو.

تېره ورځ هم د ښځو د حقونو او له هغوی سره د زور زیاتي د مخنیوي په تړاو په کابل ښار کې لاریونونه وشول.

له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي هڅې په هېواد دننه او په نړیواله کچه په داسې حال کې روانې دي چې په دې تړاو نژدې هره ورځ د یوې پېښې خبر خپریږي.

خو ځینې ښځې بیا وايي چې د زور زیاتي د مخنیوي لپاره باید د ښځو د پوهاوي کچه لوړه شي او تر څنګ یې ښځې باید خپل حقونه او مسوولیتونه وپیژني.

د اصلاح ټولنې د مېرمنو د څانګې غړې فهیمه وردګ وايي په تشو خبرو څه نه کېږي:

" شعارونو هیڅکله هم خلکو ته ګټه نه ده رسولې، یواځې د څو شېبو لپاره خلک احساساتي کړي خو کومه ګټه نه لري. د بشر لپاره د شعار پر ځای عمل مهم دی. اوس افغان مېرمنې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي نو د دې ستونزو له منځه وړلو لپاره لومړی خپله د خویندو پوهول ډېر مهم دي."

د افغانستان اصلاح ټولنې د افغان مېرمنو تر منځ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مېرمنو د سیرت په تړاو یوه سیالي هم جوړه کړې وه چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنو مېرمنو ګډون په کې کړی و. اصلاح ټولنه افغان ځوانان د اسلامي ليدلوري، روانو چارو، روزنيزو مسلو او علمي موضوعاتو په تړاو روزي .

"ښځې څه وکړي، زور زیاتی د یوه هېواد د ټولنیز جوړښت په رېښو کې موجود وي. رېښې یې د نارینه وو په واکمنۍ کې دي. نارینه چې ونه پوهول شي که د ښځې پوهاوی هر څومره لوړ هم وي، نه شي کولای زور زیاتي مخه ونیسي. ثریا پرلیکا"

تېره ورځ هم لسګونو کسانو له ښځو سره د زور زیاتي پر پر ضد کابل ښار کې لاریون وکړ، دوی شعارونه ورکول چې موږ عدالت غواړو او له ښځو سره د زور زیاتي عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کوله.

د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره او د بشري حقونو فعاله ثریا پرلیکا چې د هغه لاریون له سبمالوونکو وه، د اصلاح ټولنې له فعالینو سره په دې کې همږې ده چې باید د ښځو د پوهاوي کچه لوړه شي، خو زیاتوي چې په دې ټولنه کې نارینه هم باید وپوهول شي، ځکه په دې ټولنه کې نارینه واکمن بلل کېږي:

" ښځې څه وکړي، زور زیاتی د یوه هېواد د ټولنیز جوړښت په رېښو کې موجود وي. رېښې یې د نارینه وو په واکمنۍ کې دي. نارینه چې ونه پوهول شي که د ښځې پوهاوی هر څومره لوړ هم وي، نه شي کولای زور زیاتي مخه ونیسي."

د بشري حقونو د ځانګړي کمېسیون په وروستي خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۲ کال په وروستیو نهو میاشتو کې له ښځو سره د زور زیاتي تر درې زرو ډېرې پېښې ثبت شوي، چې د تېر کال په پرتله دوه ویشت سلنه ډېروالی ښيي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .