کرزی وايي جګړه کې بهرني ځواکونه 'مه درغواړﺉ'

د خپريدو وخت: 11:58 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

کرزی: جګړه کې بهرني ځواکونه 'مه درغواړﺉ'

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان ملي پوځي اکاډیمۍ ته په خپله یوه ساعته وینا کې وویل، له دې وروسته هېڅ افغان ځواک د دې حق نه لري، چې په افغانستان کې له مېشتو نړیوالو ځواکونونه په جګړه ییزو حالاتو کې د هوايي ځواک غوښتنه وکړه.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان ملي پوځي اکاډیمۍ ته په خپله یوه ساعته وینا کې وویل، له دې وروسته هېڅ افغان ځواک د دې حق نه لري، چې په افغانستان کې له مېشتو نړیوالو ځواکونونه په جګړه ییزو حالاتو کې د هوايي ځواک غوښتنه وکړه.

ولسمشر کرزي، چې په کابل کې یې د ا فغانستان په پوځي اکاډیمۍ کې پوځي افسرانو او محصلانو ته وینا کوله وویل، له پخوانیو تجربو یې ډېره څه زده کړي او له دې وروسته به پر بهرنیانو تکیه نه کوي.

کلېکاږل د افغانستان پوځي اکاډيمۍ افسران (انځورونه)

ښاغلي کرزي په کونړ کې د نړیوالو ځواکونو له خوا تېره اوونۍ په هوايي بریدونو کې د لسو ولسي وګړو وژنې ته اشارې وویل، د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان د مالوماتو له مخې، دغه هوايي مرسته د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا غوښتل شوې وه.

هغه وویل، په دې اړه به ډېر ژر یو حکم هم صارد کړي، چې هېڅ ځواک په کلیوالو سیمو کې له نړیوالو ځواکونو د هوايي مرستې غوښتنه نه شي کولای:

ولسي تلفات

د ایساف/افغان ځواکونو او اورپکو په بریدونو کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېرې
  • ۲۰۰۷: ۱۵۲۳
  • ۲۰۰۸: ۲۱۱۸
  • ۲۰۰۹: ۲۴۱۲
  • ۲۰۱۰: ۲۷۹۰
  • ۲۰۱۱: ۳۰۲۱
  • جنوري-جون ۲۰۱۲: ۱۱۴۵

سرچینه: یونما

''نن زه له دې ځایه دا اعلان کوم او سبا ته حکم هم صادروم، چې د افغانستان هېڅ نظامي قوت په هېڅ ډول حالاتو کې زموږ په خپل کور او کلي کې د بهرنیانو طیارې نه شي راغوښتی.''

ښاغلي کرزي د ملي پوځ جنرلانو او افسرانو ته په خبرو کې وویل، چې لا هم په ځینو کلیوالو سیمو کې خلک د امن او خوندیتوب احساس نه کوي.

شرم

هغه په زندانونو کې د ځورونو په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي رپوټ په اړه وویل، دا به ډېر د شرم ځای وي، چې د ولسي افغانانو حقونه د افغان ځواکونو له خوا تر پښو لاندې کېږي:

''دا لس کاله زه په دې مصروف یم چې د خلکو حقونه خوندي کړم، له امریکا او نړۍ سره مې پرې ټکر کړی دی، خو دا به ډېر شرم او افسوس ځای وي، چې ناټو او مریکا مو له دې کار منع کړې وي او خپله د خپلو خلکو حقونه تر پښو لاندې کوو.''

عبرت

کرزی

عبرت مو اخیستی، له تېر وخته مو زده کړې ده او ددې خاورې دفاع به خپله کوو. یو کور او یو ملت یو.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې تر ډېره تینګار په دې کاوه، چې د افغانستان د ویجاړۍ یو اصلي لامل په تېرو لسیزو کې پر بهرنیانو او کاوڼدیانو له حده ډېره خوش باوري وه.

نوموړ وویل، چې افغانانو اوس له پخوانیو وختونو درس زده کړی او بیا به پر بهرنیانو تکیه ونه کړي:

''عبرت مو اخیستی، له تېر وخته مو زده کړې ده او ددې خاورې دفاع به خپله کوو. یو کور او یو ملت یو.''

ښاغلي کرزي په دغه غوڼډه کې پر ځینو بهرنیو او کورنیو رسنیو هم نیوکې وکړي،چې د ده په ټکو ۲۰۱۴ کال په اړه یې د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي.

هغه وویل، له ۲۰۱۴ کال وروسته چې کله بهرنیان له افغانستانه وځي، دغه هېواد به لا ډېر پرمختګ کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .