کونړ کې ''پخوانۍ نجلۍ'' هلک شو

د خپريدو وخت: 05:47 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391
انعام الله او پلار یې

د انعام الله پلار وايي، چې د ''لور'' په زوی اوښتو هومره خوشاله کړی، چې په کالیو کې نه ځایېږي.

د يوولسو نجونو پلار د پنځلس کلن زوى څښتن شو.

په کونړ کې ډاکټرانو د يوې شاوخوا پنځلس کلنې ''نجلۍ'' کورنۍ ويلي چې 'لور' به يې په راتلونکو څو ورځو کې د عملياتو په ترڅ کې په هلک واوړي.

دغه نجلۍ وړاندې د چا په نامه وه، خو اوس يې کورنۍ د خوښۍ احساس کوي، چې ډاکټرانو ورته د هغې د نارينه توب خبره وکړه.

دا په کونړکې تر ټولو لومړنۍ پېښه ده.

پر دغې ''نجلۍ'' اوس د انعام الله نوم اېښودل شوى.

دغه شاوخوا 'نجلۍ' په کوچنيوالي کې پلار ورکړې وه، خو نه و، خبر چې برخلیک به يې بدلېږي.

وروسته له هغو، چې نوموړې د مياشتنۍ ناروغۍ د نه کېدو د علت د معلومولو لپاره روغتون ته راغله، نو ډاکټرانو وپوهوله چې د نارينه توب د الې مخه يې يوازې يوې کوچنۍ پردې نيولې ده.

د اوسني انعام الله پلار له خوښۍ نه په جامو کې نه ځايیږي؛ ځکه چې ده د نارينه اولاد لپاره دويمه ښځه کړې وه.

سردار خان وايي په اوسني زوی کې يې پخوا د نارينه توب هېڅ نښې نه وې، خو هغه وخت هک پک شو، چې لور يې ورته د ګېډې په کوزنۍ خوا کې د سخت درد شکايت وکړ او ډاکټر ته يې بوتله.

د تمې خلاف

دى وايي، د هغې شېبې خوښي نه شي هېرولى، چې ډاکټرانو ورته د تمې خلاف خبره وکړه:

"د ډاکټرانو نظر دا دى چې دا يو بشپړ نارينه جوړېدلى شي، خو که بيا هم څه ښځينه نښې وي د عملياتو په واسطه به ايسته کړل شي چې دا يوه لويه خوش خبرې ده."

ډاکټر حفیظ الله

''يوولس اولادونه مې دي، ټولې نجونې دي، ددې ټول خواص ښځو ته ورته وو، موږ پرې هېڅ پوه شوي نه يو، چې دا نارينه دى، بالکل ښځه وه.

دوه کاله کېږي چې دى په ځان پوی شوى و، خو موږ ته يې څه نه ويل، خو زما ورېندار پرې خبره شوې وه او بيا يې زما مور ته ويلي وو.

نو سملاسي مې ډاکټر ته بوتله، هلته مې جامې ورته راوړې، پکول مې ورپر سر کړ، زه ډېر خوشاله شوم دا د خداى پيرزو وه ما له خوشالۍ وژل، بيا مې ورور راته ټیلېفون وکړ، ما ورته په ژړا ژړا کې هغه ټولې خبرې وکړې، زه او مور يې دواړه خوشاله يو، خو تر هغو زه ډېر خوشاله يم.''

انعام الله ته څو شپې وړاندې له نارينه وو سره يوځاى ناستې ډېر خوند نه ورکاوه، خو د خپل تېر ژوند کيسه په خوند کوي، دی وايي پخپل نارينه توب له وړاندې پوهېدلى و، اوس چې ثابت شو، پرې وياړي:

''د شپاړسو کالو يم، اوس مې انعام الله نوم دى اوس په دې خوشاله يم چې هلک شوم ځانته به نوي ملګري پيدا کړم، له وړاندې به مې چې په شيشه کې ځان ته وکتل پر ځان به مې شک راغى.''

پخوانی زوم

انعام الله وايي، د جنسيت بدلون پرې ډېر اغېز نه شي کولى؛ ځکه چې دى له وړاندې په ځان پوهېدلى و، چې ځانګړتياوې يې نارينه ته ورته دي، خو د ملګرو پيدا کېدل به ورته يوڅه ګران وي.

ده تر شپږم ټولګي زده کړې کړي او پورته يې ځکه ونه شوې لوستى، چې په کلي کې يې د نجونو لېسه نه وه، دى هيله لري چې يوځل به يې همزولي په واده کې راټول شي او ښځه به ولري.

هغه هلک هم د مېلمنو پالنې ته راغلى و، چې د انعام الله د سرې ډولۍ په تمه يې شپې سبا کولې، د انعام الله پلار سردار خان راته وويل چې پخواني زوم يې زوی ته د نارينتوب مبارکي ورکړه.

د انعام الله کوچنۍ خور وايي د ورور د کوژدې لپاره سر له همدا اوسه سندره زده کوي.

شمشم وايي په دې يې کورنۍ ډېره خوشاله ده چې د لسو خويندو پرسر خداى زلمى ورور ورکړ.

ډاکټران وايي معايناتو او پلټنو جوته کړې چې په نوموړي کې د ښځې توب ډېر لږ خواص موجود وو.

نوي ملګري

"د شپاړسو کالو يم، اوس مې انعام الله نوم دى اوس په دې خوشاله يم چې هلک شوم ځانته به نوي ملګري پيدا کړم، له وړاندې به مې چې په شيشه کې ځان ته وکتل پر ځان به مې شک راغى."

انعام الله

د کونړ د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر حفيظ الله وايي په راتلونکو څو ورځو کې به هغه پرده چې د انعام الله د جنسي الې د بشپړې راوتنې مخه ېې ډب کړي وڅيري، او له هغه ورسته به دده په جنسيت کې په فزيکي ډول پوره بدلون راشي:

''يوه خور چې د اتلسو او پنځلسو کلونو ترمنځ ده، ددې لپاره روغتون ته راغلې وه، چې مياشتنۍ ناروغي يې نه راتله، د تلويزیوني معايناتو پر مټ وموندل شو، چې تخم دان او نروې ښځينه نښې او سينې يې نه لرې.

د ډاکټرانو نظر دا دى چې دا يو بشپړ نارينه جوړېدلى شي، خو که بيا هم څه ښځينه نښې وي د عملياتو په واسطه به ايسته کړل شي چې دا يوه لويه خوش خبرې ده.''

د انعام الله د جنسيت بدلون په سيمه کې په کم سارو پېښو کې راځي، دلته ډېرى هغه کسان چې نارينه اولاد نه لري خپلې لوڼې د نارينه وو په څېر جوړوي چې بيا د ژوند تېرول او د جنسيت بدلون ورته ګرانېږي.

د سردار خان کورنۍ بې خوارۍ زلمي زوى ته خوشاله ده او له ليرې ليرې نه يې خلک ليدو او مبارکۍ ته راځي.

خپله انعام الله هم له مېلمنو سره په غېږ روغبړ کوي او وايي چې اوس ورته ځان په بشپړه توه نارينه ښکاري، خو لاهم يو څه مودې ته اړتيا شته چې خپل شاوخوا پنځلس کلن عادتونه واړوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .