جنبش ګوند په ډلو وېشل شوی

د خپريدو وخت: 04:59 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

ملی اسلامي جنبش د ۱۳۸۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرز ملاتړ کړی و خو اوس د ښاغلي کرزي سره مخالفت کوي.

سید نور الله سادات چې ځان د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند سرپرست بولی وايي عبد الرشید دوستم د دې ګوند په چارو کې لاسوهنه کوي.

نوموړی وايي ښاغلی دوستم په ناقانونه توګه د دې ګوند د رهبري شورا نهه غړي له دندو ګوښه کړي دي. د جنبش ګوند اعلان کړی چې عزیز الله کارګر د دې حزب د نوي سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

خو ښاغلی سادات وايي دغه پرېکړه نه مني او د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند د سرپرست په توګه به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

سید نور الله سادات وايي که څه عبد الرشید دوستم له وړاندې د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند له مشرۍ استعفا کړې خو څو ورځې وړاندې یې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې په خپل کور کې د خپلو پلویانو په ګډون غونډه کړې او دی یې د ګوند له مشرۍ ګوښه کړی د ی.

ښاغلی سادات وايي دغه پرېکړه چې د ده په غیاب کې شوې، له مخې یې د ده په ګډون د رهبري شورا نهه غړي له دندو ګوښه کړل شوي دي:

"د جنرال عبد الرشید دوستم د ناقانونه مداخلې له امله د جنبش ګوند له داخلي کشمکشونو سره مخامخ دی، موږ ورته وویل چې غونډه باید ستاسې په کور کې په شبرغان کې جوړه نه شي، بلکې هغه باید په مزار شریف کې ستاسې له اغېزې لرې جوړه شي، دا ډول پرېکړې باید د ګوند په کنګره کې وشي خو دوی د قانون خلاف غونډه وکړه او د ګوند په نوم یې پرېکړه وکړه."

"د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند اعلان کړی چې د دې ګوند د سیاسي کمیټې د پرېکړې له مخې عزیز الله کارګر د دې ګوند د نوي سرپرست په توګه ټاکل شوی دی."

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند اعلان کړی چې د دې ګوند د سیاسي کمیټې د پرېکړې له مخې عزیز الله کارګر د دې ګوند د نوي سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د دې ګوند ویاند فیض الله ذکي د ښاغلي سادات دا ادعا چې ګواکې ښاغلي دوستم په دې پریکړه کې اغېز درلود رد کړه.

ښاغلي ذکي دغه راز وویل چې سید نور الله سادات دغې غونډې ته بلل شوی خو هغه نه دی ورغلی. د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند په افغانستان کې له مهمو سیاسي ګوندونو څخه یو بلل کېږي.

د دغه ګوند بنسټ د پخوانیو ازبک ملېشو مشر عبد الرشید دوستم ایښی و. ملي اسلامي جنبش د ۱۳۸۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرز ملاتړ کړی و خو اوس د ښاغلي کرزي سره مخالفت کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .