کابل د هند درې اړخیزه غونډه د پاکستان په ګټه بولي

د خپريدو وخت: 12:18 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391

هند او پاکستان دواړه په دې بوخت دي چې څنګه يو بل په افغانستان کې له مهم رول لوبولو راوګرځوي.

په ډيلي کې د افغانستان، امريکا او هند ترمنځ دويمه، درې اړخيزه غونډه پر داسې مهال جوړېږي چې پاکستان په افغانستان کې د هند د رول په اړه اندېښنه په ډاګه کړې.

د غونډې اصلي تمرکز به له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو له ورتلو وروسته په سيمه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سولې، اقتصادي ښېرازۍ او د سوداګرۍ پر غوړېدا ورټول وي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی وايي ټاکل شوې د ډيلي په غونډه کې د نورو مسايلو ترڅنګ د افغانستان د طبعي زېرمو د راوېستو په برخه کې د هند د پانګونې په اړه هم بحث وشي.

په وروستيو کې د افغان کاني زېرمو د راوېستو په برخه کې د هند لېوالتيا ښايي پاکستان اندېښمن کړی وي او همدا لامل وي چې په افغانستان کې يې د هند د رول د محدودلو په تړاو له برتانيا مرسته غوښتې.

خپلواک هېواد

افغان حکومت دې ته په غبرګون کې ويي چې افغانستان يو خپلواک هېواد دی او کولی شي له هر بل هېواد سره اړېکې ولري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي وويل له هند او امريکا سره د اړيکو پالل د هېڅ هېواد په زيان نه دي، په ځانګړي ډول د ګاونديانو لپاره:

''د افغانستان د حکومت په اند د هند، امريکا او افغانستان ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او پراختيا يوازې او يوازې په سيمه کې د سولې، ثبات او پرمختګ په ګټه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هند په ناسته کې به پر سیمه ییزه اقتصادي غوړېدا خبرې وشي.

د هند، افغانستان او امريکا ترمنځ د همکاريو پياوړتيا نه يوازې دا چې د هېڅ هېواد په زيان نه دي، بلکې د درې واړو هېواد په ګټه او دغه راز د ټولې سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ په ګته دی، چې پاکستان هم په کې راځي.''

هند له افغانستان سره د لويو مرسته کوونکو هېوادو په کتار کې دی. دغه هېواد تر اوسه څه باندې يومليارد ډالره مرسته کړې او په وروستيو کې يوه هندي شرکت د افغانستان د اوسپنې د تر ټولو لوی کان حاجيګک د کنستو قرارداد هم تر لاسه کړی چې پانګونه يې ميلياردونه ډالره کېږي.

هند او پاکستان دواړه په دې بوخت دي چې څنګه يو بل په افغانستان کې له مهم رول لوبولو راوګرځوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .