کابل پوهنتون کې د دوکتورا زده کړې پیلېږي

د خپريدو وخت: 10:24 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391
کابل پوهنتون

د کابل پوهنتون پښتو او دري څانګو کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې له تېرو څو کلونو راهیسې روانې دي.

د افغانستان د زده کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپار په نوي ښوونيز کې کال کې د دوکتورا په کچه لوړې زده کړې پيلېږي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کابل پوهنتون په پښتو او دري څانګو کې به دغه زده کړې په نوي کال پيل شي او په لومړی سر کې ډېر چانس افغانانو ته ورکوي، خو وايي وروسته به بهرنیان هم د دې چانس ولري، چې په افغانستان کې د دوکتورا زده کړې ترلاسه کړي.

د لوړو زده کړو مرستیال وزیر، محمد عثمان بابري وايي، په پښتو او دري څانګو کې د هغو ښوونکو شمیر کافی دی، چې په دغو څانګو کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري:

سرچینه

''نن د لوړو زده کړو وزارت رسماً د کابل پوهنتون په پښتو او دري څانګو کې د دوکتورا په کچه د زده کړو د پيل اعلان وکړ. زه فکر کوم چې په دغو دوو څانګو کې زموږ امکانات ډېر ښه دي، که د پي ایچ ډي په کچه زموږ د استادانو شمېر کم وي، خو داسې اشخاص او سرچینې شته، چې په دې برخه کې مثبت رول ادا کولای شي''.

ښاغلی بابري وايي، په نوي کال به د محصلانو شمېر له پنځو تر لسو پوري وي، خو وايي په راتلونکو کلونو کې د جذب کچه لوړه کړي.

په پښتو او دري څانګو کې له تېرو څو کلونو راهيسې د ماسټرۍ ترکچې لوړې زده کړې روانې دي.

د کابل پوهنتون د پښتو څانګې استاد ډاګتر محمداجان حقپال په افغانستان کې د دوکتورا په کچه د زده کړو پیل ښه کار ګڼي، خو وايي دغه کار اسانه هم نه دی:

"د لوړو زده کړو وزارت وايي، شاوخوا لس زره افغان محصلان او زر تنه پوهنتوني استادان په بهر کې پر زده کړو بوخت دي."

''سږ کال موږ غواړو د ماسټرۍ دوولس پروګرامونه د افغانستان په مختلفو پوهنتونونو کې پیل کړو. موږ په پام کې درلودل، چې د ماسټرۍ ۲۴ پروګرامونه پيل کړو، خو د مالي ستونزو له امله مو دغه کچه ۱۲ ته راښکته کړه''.

په همدې حال د لوړو زده کړو مرستیال ښاغلی بابري وايي، په پام کې لري، چې په راتلونکي تعلیمي کال کې د پښتو او دري څانګو تر څنګ په دوولسو نورو څانګو کې هم د ماسټرۍ پروګرامونه پیل کړي.

د لوړو زده کړو د معلوماتو له مخې، اوسهال د افغانستان پوهنتونو کې له نیمايي ډېر ښوونکي د ماسټرۍ او یا هم د دوکتورا په کچه لوړې زده کړې لري.

دا رنګه، دغه وزارت وايي، شاوخوا لس زره افغان محصلان او زر تنه پوهنتوني استادان په بهر کې پر زده کړو بوخت دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .