د ټاکنو کمېسيون امنيت انتخاباتو ته ستره ننګونه بولي

د خپريدو وخت: 16:22 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وايي تر راتلونکې یوې اوونۍ به د ټاکنو سیمې څرګندې کړي او نوملړ به یې امنیتي ځواکونو ته ولېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي امنیت د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې ستره ننګونه ده.

د دغه کمیسیون مشر وايي په هغو سیمو کې چې امنیت ټینګ نه شي د رایو ورکولو صندوقونه به کښې نه ږدي.

د ټاکنو د کمیسیون چارواکي دغه راز وايي تر راتلونکې یوې اوونۍ به د ټاکنو سیمې څرګندې کړي او نوملړ به یې امنیتي ځواکونو ته ولېږي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي وايي که په هېواد کې امنیت ټینګ نه شي، نو د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره به د دغه کمیسیون هېڅ پروګرام هم پلی نه شي.

ښاغلي معنوي د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل په امنیت پورې تړلي بولي او زیاته یې کړه که امنیت ټینګ نه شي نو خلک د معیاري او رڼو ټاکنو تمه نه کوي.

د هغه په وینا په هغو سیمو کې چې امنیت ټینګ نه شي د رایو ورکولو صندوقونه به هم کښې نه ږدي:

"په هغو ځایونو کې چې امنیت یې ټینګ نه وي د ۲۰۱۰ کال ولسي جرګې ټاکنو په شان هلته د رایې ورکولو صنوقونه نه ږدو. مطلب دا هغه صندوقونه چې زما تر کنترول لاندې نه وي او زما کارکونکي پر صندوقونو واکمن نه وي، هلته څارونکي نه وي، نه هلته ترسره کېدونکې ټاکنې ما ته د منلو دي او نه هم رایې. نو هر څه په امنیت پورې تړلي دي."

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وايي تر راتلونکې یوې اوونۍ به د ټاکنو سیمې څرګندې کړي او نوملړ به یې امنیتي ځواکونو ته ولېږي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اعلان له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په ۱۳ ترسره شي چې شاوخوا یو کال ورته پاتې دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .