څلور میلیونه افغانانو سره د خوړو مرستې کېږي

د خپريدو وخت: 16:40 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

د دغو خوراکي توکو د برابرولو لپاره ۱۴۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

د خوړو نړیوال سازمان یا WFP اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې به له دوه اعشاریه څلور میلیونه افغانانو سره مرستې وکړي.

دغه مرستې به تر ډېره له هغو کورنیو سره وشي چې د خوړو مصونیت نه لري.

د دغو خوراکي توکو د برابرولو لپاره ۱۴۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده چې تر اوسه یې یې یوازې ۶۰۰۰۰۰ ډالره ورکول شوي دي.

د خوراک نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې تر اوو میلیونو ډېر کسان د خوړو خوندیتوب نه لري.

د دغه سازمان په وینا زیاتره دغه کسان ښځې او ماشومان دي چې د خوراکي مرستو ته اړ دي.

په افغانستان کې خوړو د نړیوال سازمان ویاند اسدالله ازهري وايي دغه سازمان په پام کې لري چې په روان میلادي کال کې تر دوو میلیونو ډېرو افغانانو ته خوراکي مرستې ورسوي:

د دغو خوراکي توکو د برابرولو لپاره ۱۴۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

چارواکي وايي مرستندویه هېوادونو ژمنې ورسره کړي چې دغه پېسې به ورکوي، تېره ورځ هم لوګسیمبورګ ۶۰۰۰۰۰ ډالره مرسته ورسره وکړه.

ښاغلی ازهري وايي په دغو پیسو به د لوړې انرژۍ لرونکي بسکیټ واخلي او د ښوونځیو پر هغو زده کوونکو به یې وویشي چې د خوړو خوندیتوب نه لري.

د خوړو نړیوال سازمان په نړیواله کچه له لوږې سره د مبارزې ستر سازمان دی او هر کال په ۷۰ هېوادونو کې له څه باندې ۹۰ میلیونو کسانو سره مرستې کوي. دغه سازمان له ۱۹۶۳ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیتونه ترسره کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .