د افغان پولیسو لپاره لس کلنه طرحه جوړه شوې ده

د خپريدو وخت: 18:23 گرینویچ - سه شنبه 19 فبروري 2013 - 01 کب 1391

افغانستان کې د جنګ جګړې له امله پولیس هم له مخالفینو سره وسله والې مبارزې ته مجبوره شوی دی

افغان حکومت وايي لس کلنه طرحه یې جوړه کړې چې ورسره به افغان پولیس په بشپړه توګه ولسي شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي په پولیسو کې د روڼوالي، له اداري فساد سره د مبارزې او د خلکو د مرستو جلبول د دغې طرحې عمده موضوعات دي.

د افغانستان د کورنیو د پولیسو د مسلکي کولو او پر هغوی د خلکو د باور په موخه لس کلنه طرحه جوړه کړې ده. دغه وزرات غواړي چې د پولیسو پوځي رول، په ولسي هغه بدل کړي، نو له همدې کبله یې دا لس کلنه طرحه جوړه کړې ده.

د دغه وزرات ویاند صدیق صدیقي وايي په دغې طرحې کې یې یو شمېر عمده مسلې په پام کې نیولې دي.

"ښاغلی صدیقي وايي تر راتلونکو لسو کلونو به موږ داسې پولیس ولرو چې پرې وویاړو"

ښاغلی صدیقي زیاتوي "تر راتلونکو لسو کلونو به موږ داسې پولیس ولرو چې پرې وویاړو، په پولیسو کې د روڼوالي او اداري فساد او په ځانګړې توګه د خلکو د مرستو جلبول د لس کلن لید لوري اصلي موضوعات دي. دغه موضوعات د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او ژمنو د جلب لپاره له هغوی سره مطرح شوي دي".

د چارواکو په وینا دا چې په افغانستان کې له دریو لسیزو سره جنګ جګړې روانې دي نو پولیس هم له مخالفینو سره وسله والې مبارزې ته مجبوره شوي چې دې کار پولیس له خپلو اصلي دندو چې د قانون پلي کول او له جرمونو سره مبارزه ده لېرې ساتلي دي.

چارواکي دا هم مني چې د پولیسو د بنسټونو په کمزوري کېدو سره د خلکو باور پر دوی کم شوی او د خلکو او پولیسو ترمنځ یې واټن رامنځ ته کړی دی چې همدې کار دوی دې اړ ایستي چې یوه طرحه جوړه کړي او په پلي کېدو سره یې تر راتلونکو لسو کلونو شته ستونزې له منځه یوسي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .