دایکنډي کې پر یوه پوسته ډله ییز برید شوی

د خپريدو وخت: 13:18 گرینویچ - سه شنبه 19 فبروري 2013 - 01 کب 1391

کجران ولسوالۍ د هلمند ولایت دباغران ولسوالۍ سره څنګ ته پرته سیمه ده.

وسله والو طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د دایکندي ولایت په ګجران ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو د درنو وسلو بریدونه پیل کړي، چې له امله یې څو تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.

د دایکندي ولایت د ولایتي شورا یو غړی وايي، له مرکزه یې په پرله پسې ډول د مرستې غوښتنه کړې خو تر اوسه کوم مثبت ځواب نه دی ورکول شوی.

د خلکو دغه استازي وايي که مرکزي حکومت ورسره مرسته و نه کړي نو د طالبانو د پرمختګ او د پوستو د له لاسه ورکولو امکان یې شته.

د دایکندي ولایت د ولایتي شورا غړی محمد ابراهیم بلوچ وايي سیمه ییز پولیس یواځې کوچنۍ وسلې په لاس کې لري خو مخالفین یې په بېلالبېلو وسلو سمبال دي. ښاغلی بلوچ وايي سیمه ییزو چارواکو په پرله پسې ډول له مرکزه د هوايي مرستې غوښتنه کړې، خو د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

د ښاغلي بلوچ په وینا په مرکز کې چارواکو ورته ویلي چې د ولسمشر له خوا د هوايي بریدونو د مخنیوي د حکم له مخې نه شي کولای مرسته ورسره وکړي:

" له پرونه راهیسې زموږ د ولایت مقام او نورو امنیتي ارګانونو درې ځله بېړنۍ غونډې کړې دي او له مرکزه یې غوښتي چې یا د عامه نظم او یا هم د ملي اردو ځواکونه هلته واستوي. او یا هم هوايي مرسته ورسره وکړي. خو په خواشینۍ سره هیڅ راز ځواب نه دی ورکول شوی."

"د افغانستان د کورنیو چارو وزرات ویاند صدیق صدیقي وايي سیمې ته مرستندویه ځواکونه لېږل شوي دي او هوايي ځواک ته کومه اړتیا نه شته."

د خلکو دغه استازی وايي طالبانو د هلمند ولایت د باغران ولسوالۍ له لوري چې د هغوی تر ولکې لاندې خپل بریدونه پیل کړي دي. د ښاغلي بلوچ په وینا کې سیمه ییزو پولیسو ته هوايي مرستې ونه رسیږي نو د طالبانو د پرمختګ او د پوستو د لاندې کولو امکان شته.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزرات ویاند صدیق صدیقي وايي سیمې ته مرستندویه ځواکونه لېږل شوي دي او هوايي ځواک ته کومه اړتیا نه شته.

" مخالفینو هلته زموږ پر امینتي پوستو برید کړی وو، مرستندویه ځواکونه هلته رسېدلي او برید یې شنډ کړی دی. حالت هلته اوس تر کنترول لاندې دی او کومه لویه ستونزه نه لرو او هوايي ځواک ته هم اړتیا نه وه."

له شاوخوا یوې میاشتې راپه دیخوا دا د طالبانو دریم برید دی چې د ګجران پر سرحدي پوستو یې ترسره کوي. چارواکي وايي دغه بریدونه د ارزګان ولایت د چارچینو او د هلمند د باغران ولسوالیو له خوا شوی دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .