د کوټې پېښې پر ضد کابل کې د نه خوړو اعتصاب

د خپريدو وخت: 12:13 گرینویچ - سه شنبه 19 فبروري 2013 - 01 کب 1391

کوټه کې دوه سوه زرو کسانو د نه خوړو اعتصاب کړی او هم يي خپل مړي لا خاورو ته نه دي سپارلي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې پر هزاره توکمو د وروستي برید په غبرګون کې په پلازمینه کابل کې هزاره توکمو د هغوی په پلوي د نه خوړو اعتصاب کړی.

دغه اعتصاب کوونکي له نړیوالې ټولنې غواړي، چې پر پاکستان فشار راوړي، چې په هغه هېواد کې د هزاره ګانو د وژنو مخه ونیسي.

تېره شنبه د بلوچشتان په مرکزي ښار د کوټې د هزاره مېشتې سیمې په یوه مارکېټ کې چاودنه وشوه، چې ۸۵ کسان پکې ووژل شول او شاوخوا ۱۸۰ تنه نور پکې ټپیان شول.

کابل کې هزاره اعتصاب کوونکو ویل، تر هغې، چې نړیوالې ټولنې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویلی، دوی به خپل د نه خوړو اعتصاب روان وساتي.

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې په تېرو پنځو اونيو کې پر شیعه مذهبو دوه خونړي بریدونه شوي، چې په وروستي برید کې يي چې د شنبې په ورځ شوی، لږ ترلږه ۸۵ کسان پکې ووژل شول او ۱۸۰ تنه نور ټپیان دي.

د دغو اعتصاب کوونکو یوې ګډونوالې زهرا سپهر په کابل کې د اعتصاب کوونکو غوښتنې داسې بیان کړې.

"کابل کې هزاره اعتصاب کوونکو ویل، تر هغې، چې نړیوالې ټولنې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویلی، دوی به خپل د نه خوړو اعتصاب روان وساتي."

" زموږ غوښتنې دا دي، چې نړیواله ټولنه پر پاکستان فشار راوړي، چې په هغه ځای کې د تروریستي بریدونو مخه ونیول شي، دویمه غوښتنه مو دا ده، چې د هزاره ګانو ډله ییزه وژنه د ملګرو ملتونو په سازمان کې د یوه بشري جنایت په توګه ثبت شي، بله دا چې لشکر جهنګوي ډله د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې شامله شي او څلورمه غوښتنه مو له نړېوالې ټولنې دا ده، چې د ټولو اعتراض کوونکو غوښتنې ومني."

راپورونه وايي چې د بلوچستان په مرکز کوټه کې د هزاره توکمو د وژنې په غبرګون کې په بېلابېلو هېوادونو کې د نه خوړو اعتصاب روان دی.

یوازې په کوټه کې دوه سوه زرو کسانو د نه خوړو اعتصاب کړی او هم يي خپل مړي لا خاورو ته نه دي سپارلي.

په پاکستان کې پر شیعه ګانو د بریدونو مسوولیت تر ډېره لشکر جهنګوي تند لارې ډله پرغاړه اخلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .