"ګاوندیو هېوادونو کې د افغان ناروغانو پښتورګي ایستل شوي"

د خپريدو وخت: 16:11 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391

د قانوني پلوه د شخص له موافقې پرته د یو انسان د دبدن د کوم غړي ویستل جرم دی او د هیڅ هېواد په قانون کې دا ډول عمل جواز نه لري

یو شمېر افغان ناروغان ادعا کوي چې په هند، ایران او پاکستان کې د جراحي عملیاتو پرمهال یې روغ پښتورګي ویستل شوي دي.

د دغو افغان ناروغانو د ادعا له مخې دوی د درملنې لپاره ډاکټرانو ته ورغلي خو هغوی د عملیاتو په بهانه د دوی روغ پښتورګي اېستلي دي.

کیدی شي دا خبره چې د یو انسان له بدن څخه د جراحي عملیات په پلمه د هغه روغ پښتورګی ایستل کېږي د ډېرو لپاره د باور وړ نه وي، خو کله چې د افغان پولیسو افسر جاوید بشارت د همدې ډول زړه بږنوونکي پیښې کیسه کوي او وايي چې څه ډول ډاکټرانو د ده پښتورګی ایستلی نو بیا کیدی شي د ډېرو لپاره ټکان ورکوونکې او د اندیښنې وړ خبره وي.

نوموړی وايي دی د د پښتورګي په ناروغۍ اخته شو، په هندوستان یوه روغتون ته ورغی لابراتواري معاینات یې ورته د زر ډالرو په بدل کې وکړل او ورته یې وویل چې په پښتورګي کې یې تیږه ده.

صدیق صدیقي

موږ کولی شو دا ډول قضیې د انټر پول پولیسو له لارې تعقیب کړي نو د کورنیو چارو وزارت باید له دا ډول پیښو خبر کړل شي.

ښاغلی بشارت زیاتوي "یو دوه ورځې وروسته زما عملیات وشول، له عملیات وروسته یې ماته په یوه بوتل کې تیږه راوړله او راته یې وویل چې دا مو ستا له پښتورګي راویستلې ده، شل پنځه ویشت ورځې وروسته افغانستان ته راغللم. یوولس میاشتې وروسته په مزار شریف کې د المانیانو یوه روغتون ته ولاړم عمومي معاینات مې وکړل هغوی راته وویل چې یو پښتورګی دې نشته زه حیران شوم ماویل ما خو پښتورګی نه دی ویستلی دا څنګه کیدای شي؟"

دا یوازې هند نه دی چې افغان ناروغان په کې له دا ډول پیښو سره د ناروغانو د ادعا له مخې لاس او ګریوان دي بلکې پاکستان ته هم تللي ادعا کوي چې له دا ډول پیښو سره مخامخ شوي دي.

د کابل اوسیدونکې شیما یوه له دغو ناروغانو ده.

نوموړې وايي په پاکستان کې ډاکټرانو ورته وویل چې په مثانه کې یې یوه کڅوړه پیدا شوې، نو ځکه باید ژر عملیات شي.

آغلې شیما زیاتوي "کابل ته چې راغلم نو څو ورځې وروسته مې بیا په بدن کې د درد احساس وکړ، ډاکټر ته ولاړم، تلویزیوني معاینات یې وکړل، په معایناتو کې معلومه شوه چې یو پښتورګی مې نشته، پاکستاني ډاکټرانو زما یو پښتورګی ایستلی و."

دا چې دغو افغان ناروغانو د خپل تلف شوي حق د بېرته ترلاسه کولو لپاره کومه هڅه کړې. جاوید بشارت وايي ده خپل وس وکړ خو ځای یې ونه نیو.

د هغه په وینا له هماغه روغتون سره چې ده په کې عملیات کړي و اړیکه ونیوله، هغوی ته یې وویل چې تاسې خو "ما ته دا نه ویلي چې ستا پښتورګی باسو، هغوی وویل چې که تاته مو ویلي واي نو ستاسې ژوند اتیا سلنه له خطر سره مخامخ کېده"

"له دا ډول څلور، پنځه ناروغانو سره مخامخ شوی یم چې په پاکستان کې ډاکټرانو ور څخه یو پښتورګی ویستلی دی"

ښاغلی امین

ښاغلی بشارت زیاتوي دی اوس نه پوهېږي چې څه وکړي، او اوس له ډېرو روغتیايي ستونزو سره مخامخ دی.

شیما هم وايي چې هیچا هم د دې په خبره غوږ ونه ګرلو. هغې زیاته کړه "زه اړ شوم چې بېرته پاکستان ته لاړه شم، هماغه روغتون ته ورغلم او دعوا مې ورسره وکړه چې ولې یې زما پښتورګۍ ایستلی، هیچا هم له ماسره مرسته ونه کړه ا و زما هڅو هیڅ ځای ونه نیولو".

د دې دوه تنو خبرو اړ کړو چې په کابل ښار کې له شاوخوا دیرشو ډاکټرانو او د الټرا سونډ له متخصصینو سره خبرې وکړو.

یو شمېر ډاکټران وايي هو داسې پېښې رامنځته کېږي خو ځینې نور بیا دا ډول پېښې ردوي.

ډاکټر آرین یو له هغو ډاکټرانو دی چې وايي د داسې ناروغ طبي ازموینه یې کړې چې ډاکټرانو یې روغ پښتورګی ایستلی دی.

نوموړی وايي دغه ناروغ په پاکستان کې د اپنډېسایټېس له امله عملیات شوی و. خو ډاکټرانو د هغه یو پښتورګی ترې ویستلی او خرڅ کړی و.

ښاغلي اروین زیاته کړه "دا یوه داسې موضوع ده، چې زه یې ثبوت لرم."

دغه راز د سمیع الله صافي په نوم د الټرا سونډ یو تن متخصص بي بي سي ته وویل ده ته څو تنه ناروغان ورغلي چې له ورته ستونزې یې شکایت درلود.

د نوموړ په وینا په دې ډله کې له یو تن څخه د اپنډکس عملیاتو په بهانه یو پښتورګی اېستل شوی و.

د یورولوجي متخصص ډاکټر عبد الغفار امین هم یو له هغه ډاکټرانو دی چې ادعا کوي په یو شمېر هیوادونو کې له افغانانو روغ پښتورګي ویستل کېږي.

د ښاغلي امین په وینا دی له دا ډول څلور، پنځه ناروغانو سره مخامخ شوی چې په پاکستان ډاکټرانو ور څخه یو پښتورګی ویستلی دی.

یو بل ډاکټر چې نه غواړي نوم یې واخستل شي وايي یو تن ناروغ ده ته ورغلی و چې یو پښتورګی یې نه و، خو دی نه شي ویلی چې پښتورګی یې په ایران کې ایستل شوی او که ده له اصله پښتورګۍ نه درلود.

"د لسګونو زرو میرمنو رحم د بې پروا ډاکټرانو له خوا په نا اړینه توګه ایستل کېږي. ډاکټران دا عملیات یوازې د پیسو د تر لاسه کولو لپاره ترسره کوي."

هند کې د میرمنو د حقونو فعالان

افغان حقوقي کارپوه نصر الله ستانکزی وايي د شخص له موافقې پرته د یو انسان د دبدن د کوم غړي ویستل جرم دی او د هیڅ هېواد په قانون کې دا ډول عمل جواز نه لري.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه "که چېرې د جرم د ارتکاب په ساحه کې تعقیب نه شي نو بیا د هغه هېواد چې وګړی یې زیانمن شوی د نړیوالو حقوقو له مخې حق لري چې د خپل وګړي د حق تر لاسه کولو لپاره دعوی وکړي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي دوی ته تر اوسه دا ډول شکایت نه دی شوی خو دا موضوع د دوی لپاره یوه جدي موضوع ده او په اړه به یې لاز ګامونه پورته کړي.

د کورنیو چارو وزارت بیا وايي دوی کولی شي دا ډول قضیې د انټر پول پولیسو له لارې تعقیب کړي. د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي دکورنیو چارو وزارت باید له دا ډول پیښو خبر کړل شي.

په هند، پاکستان او ایران کې د افغان ناروغانو د ادعا له مخې د دوی د پښتورګو د ایستلو موضوع بي بي سي راډیو تعقیبوي.

هند او پاکستان کې ځینې ډاکټران دغه ادعاوې ردوي.

د یادولو ده چې د بي بي سي د یو راپور له مخې چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې خپور شو په هند کې د میرمنو د حقونو فعالانو ویلي و چې د لسګونو زرو میرمنو رحم د بې پروا ډاکټرانو له خوا په نا اړینه توګه ایستل کېږي. په راپور کې راغلي و چې ډاکټران دا عملیات یوازې د پیسو د تر لاسه کولو لپاره ترسره کوي.

له کلونو راهیسې یو شمیر افغانان هند ته د درملنې او په ځانګړي ډول د جراحي عملیاتو له پاره ځي.

په کابل کې د هند سفارت هره ورځ شاوخوا دوه سوه افغانانو ته ویزې ورکوي، چې یو زیات شمېر یې د درملنې لپاره دغه هېواد ته ځي.

دغه راز هره ورځ په سلګونو افغانان د درمنلې لپاره پاکستان ته ځي، پاکستان ته ځکه خلک ډېر ځي چې هلته تګ اسانه او د درمنلې لګښت هم نسبتا کم دی.

دغه راز یو شمېر خلک دغه هېواد ته له ویزې پرته سفر کولی شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .