ایساف افغانستان کې ۶۰۰ اډې تړلې دي

د خپريدو وخت: 12:57 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391

د آیساف ځواکونو ویاند وايي د سترو اډو په اړه به له اړتیا سره سم تصمیم نیسي چې ویې تړي که څنګه.

په افغانستان کې د آیساف ځواکونه وايي تر دې دمه یې په دې هېواد کې شپږ سوه اډې تړلې دي.

په افغانستان کې د آیساف میشت ځواکونه وايي دوی په افغانستان کې ډېر تجهیزات لري، چې ددغو وسیلو حساب ورکول او بیا لېږدونه د هر هېواد ملي مسولیت دی.

د آیساف ځواکونو د ویاند ګونتر ګتس په وینا دوی په افغانستان کې شاوخوا پنځوس زره لېږدونکې وسیلې او سل زره کانټینر لري. چې یو شمېر دغه وسیلې او کانتینرونه به افغان ځواکونه ته ورکول شي، ځینې به یې له منځه یوړل شي او ځینې نورې وسیلو ته به د ماموریت د دوام لپاره چې باید تشریح شي اړتیا وي.

له افغانستان څخه ددغو وسیلو د ایستلو لپاره بېلابېلې لارې شته، هوا، ځمکه او سمندر. چې هر هېواد به د خپلو تجهیزاتو د لېږد لپاره تصمیم ونیسي.

ښاغلی ګټس وايي تر دمه یې شپږ سوه اډې تړلي او د نور په اړه به یې هم د شاوخواو دوو کلونو په مودې کې تصمیم ونیسي:

۲۲ میاشتې

''د اډو په اړه باید ووایم موږ شپږ سوه اډې تړلې دي، په دې مانا چې ۲۵۰ اډې مو تړلي او ۳۵۰ نورې مو افغان ځواکونو ته سپارلي دي. اوس موږ ۱۹۰ اډې په واک کې لرو چې په راتلونکو دوه ویشتو میاشتو کې به دا شمېر راټیټ شي.

په دغو شپږ سوو اډو په ډله کې کوچنی څو کسیزې پوستې او سترې اډې شاملې دي، هغه سترې اډې چې لا تراوسه د آیساف په ولکې کې دي، باید وګورو چې په راتلونکې کې کومو اډو ته اړتیا لرو چې په اړه یې له افغان حکومت سره خبرې وکړو چې نړیواله ټولنه تر ۲۰۱۴ کال وروسته دغو اډو ته اړتیا لري''.

ښاغلي ګتس د آیساف ځواکونو د تجهیزاتو په اړه وايي چې دغه وسیلې په بېلابېلو هېوادونو پورې تړاو لري او هر هېواد د خپلو وسایلو په اړه خپله تصمیم نیسي چې بېرته یې خپلو هېوادونو ته وړي او که یې پر چا پلوري:

"بهرنیو ځواکونو شاوخوا پنځه سوه او پنځوس اډې زموږ په واک کې پرې ایښي دي ځینې یې چې د کارولو نه وې له منځه یې وړې دي. "

ظاهر عظيمي

''دا تجهیزات د آیساف نه دي بلکې موږ د پنځوسو هېوادونو تجهیزات له ځان سره لرو او هر هېواد خپله تصمیم نیسي چې خپل تجهیزات پر چا وپلوري، زه نه شم کولای د ویاند په توګه د ټولو پنځوسو هېوادونو په استازيتوب پر دغې موضوع بحث وکړم. موږ به د افغان پوځ او پولیسو جوړښت ته په کتو، له خپلو افغان همکارانو سره خبرې وکړو او د هغوی کمی به څرګندې کړو او وبه ګورو چې کوم هېواد خپلو افغان دوستانو ته کوم تجهیزات ورپرېږدي.''

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي په هغو سیمو کې واک افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی، امنیتي حالت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی.

وړاندې تر دې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي په دې هکله ویلي وو:

''بهرنیو ځواکونو شاوخوا پنځه سوه او پنځوس اډې زموږ په واک کې پرې ایښي دي ځینې یې چې د کارولو نه وې له منځه یې وړې دي. په هغو سیمو کې چې واک افغان ځواکونو ته لېږدول شوی امنیتي حالت د تېر په پرتله تر شل سلنې ډېر ښه شوی دی''.

"ولسمشر اوباما به په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلو پوځیانو په اړه تصمیم ونیسي. "

یو شمېر عام وګړي هم په دې آند دي، له هغو سیمو چې بهرني ځواکونه ووځي امنیتي حالت ښه کیږي.

د کندهار ولایت یو تن اوسیدونکی وايي د دوی له سیمې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوي چې امنیتي وضعه هم ورسره ښه شوې ده:

خو ځینې نور بیا د افغان ځواکونه ته د لېږد پر بهیر نیوکې کوي او وايي چې دا بهیر لکه څنګه چې ورته اړتیا ده سم پر مخ نه ځي.

ولسمشر اوباما به په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلو پوځیانو په اړه تصمیم ونیسي.

دغه راز په بروکسل کې د ناټو غونډې تصمیم ته هم سترګې دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به څه شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

د ناټو غړي هېوادونه وايي دوی به په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي خو جګړه ییزه بڼه به نه لري بلکې د افغان ځواکونو روزنه او سلا مشورې به ورکوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .