کندوز کې د ناټو بمبار څلور کسان وژلي

د خپريدو وخت: 10:28 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391
کندوز کې په نښه شوی کور

سیمه ییز خلک وژل شوي ولسي وګړي بولي.

د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې لسګونو کسانو د دغه ښار د څلورو تنو اوسېدونکو د وژل کېدو له کبله مظاهرې کړې دي.

دغه کسان تېره شپه د خواجه غلتان په قریې کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوي دي.

سیمې ته د بي بي سي خبریال احمد الهام ورغلی، چې په وینا یې خلکو له دغه کلي د کندوز ښار ته د وژل شویو مړي لېږولي دي.

د وژل شوي کس د کورنۍ غړی ضیاء الحق وايي، د کورنۍ څلور غړي یې وژل شوي دي.

دی وايي، دا چې پخپله د کندوز د سیمه ییزو پولیسو غړی دی، په کور کې یې موندل شوې ټوله وسله د افغان امنیتي ځواکونو ده.

د نوموړي په خبره، نه ده او نه یې هم د کورنۍ کوم بل غړي د حکومت له وسله والو مخالفانو سره اړیکه لرله.

خو د کندوز د سولې د عالي شورا مشر اسدالله امرخېل وايي، وژل شوي ولسي وګړي دي.

د کندوز د پولیسو ویاند سرور حسیني ویلي، ځمکنیو پوځيانو له ناټو ځواکونو د هوايي مرستې غوښتنه وکړه، چې په دغه کور کې د نښتې په ترڅ کې دوه پولیس هم وژل شوي.

دی زیاتوي، چې په پېښه کې یو بهرنی سرتېری هم ټپي شوی او په یاد کور کې څلور میله وسله موندل شوې ده.

افغان ولسي تلفات

  • ۲۰۰۷: ۱۵۲۳
  • ۲۰۰۸: ۲۱۱۸
  • ۲۰۰۹: ۲۴۱۲
  • ۲۰۱۰ : ۲۷۹۰
  • ۲۰۱۱ : ۳۰۲۱
  • جنوري – جون ۲۰۱۲ : ۱۱۴۵

خو سیمه ییزو خلکو بي بي سي ته وویل، چې شاید دا کار د کومې شخصي دښمنۍ له کبله رامنځ ته شوی و.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې په رسمي توګه اعلان وکړ، چې په هر راز عملیاتو او جګړه کې بهرني ځواکونه مه درغواړﺉ.

غزنی

بل خوا، افغان چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د ناټو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د څو تنو قوماندانانو په ګډون یوشمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي بي بي سي ته وویل، دغه کسان له تېرې څه مودې راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وو او د اندړو او ګېرو ولسوالۍ په لاره روان وو، چې تر برید لاندې راغلل.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، چې دغو کسانو په یاد ولایت کې په ترهګریزو بریدونو او د یو شمېر ولسي خلکو په وژنو کې لاس درلود.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .