د تخار کان کینستل مسلکي کسان غواړي

د خپريدو وخت: 09:25 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391
تخار

تخار کې لسګونه کانونه په نامسلکي او ان قاچاقي ډول کیندل کېږي.

د افغانستان شمالي ولایت تخار کې د کانونو برخې ځینې کارکوونکي وايي، حکومت د معادنو رایستلو په برخه کې دوی ته پام نه کوي.

دوی وايي، لاهم د معادنو رایستلو لپاره له ډېرو پخوانیو وسایلو ګټه اخلي.

دغه کارګران وايي، د عصري وسایلو د نشتوالي له کبله له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.

دوی وايي، چې د بې وزلۍ له کبله د ماشینونو پرځای د سختو کارونو ترسره کولو ته اړ شوي دي.

ددغو کانونو رایستلو چارې خصوصي شرکتونو ته سپارل شوې دي.

د دغو کانونو رایستلو لپاره باید کارګر د غرونو پر پېچومو لوړو څوکو ته وخېژي.

د تخار کلفګان ولسوالۍ د مالګې کان کې لسګونه کسان په کار بوخت دي، چې تر ډېره په کولنګ او بېلچه کیندنې کوي.

رایستل شوې مالګه د خښتو یا غټو ټوټو په توګه ده، چې د خرو په مټ یې زېرمتونونو ته وړل کېږي.

دغه مالګینې خښتې بیا په ماشینونو میده کېږي.

د غره په کوزه لمن کې کارکوونکي د مالګې په رایستلو بوخت دي، د دغه ځای په لیدو سړي ته مالومېږي، چې ګني اوس به پاسنی غر پرې رالوېږي.

دغه کارګر د ګهیځ له ملابانګه نیولې تر ماښام پورې په لاسي توکو کان کیندنې بوخت دي.

یو کان کینستونکی خوش محمد وايي، په کولنګ او بېلچه د کان کینستلو چارې ډېرې ټکنۍ روانې دي.

ماشومان

له لویانو سره په دې کار کې ماشومان هم په کار بوخت دي.

دوی د مالګو غټې ټوټې د خرو په مټ حکومتي زېرمتونونو ته لېږدوي.

د قاسم په نامه یو ماشوم کارکوونکی وايي، لا پر دې نه دی خبر چې څو کاله عمر لري، خو دلته په کار بوخت دی:

"نه پوهېږم څو کلن یم، زه ماشین ته د مالګې دغه ټوتې وړم. هره ورځ شپږ اووه ځلې له دې ځایه ماشین ته د مالګې ټوتې وړم. درې کاله مخکې مې دا کار پیل کړی. مخکې مې ښوونځي لوست، خو پلار مې ترې وایستلم، څلور نور وروڼه لرم، چې ټول تر ما کوچنیان دي."

تخار

د کان کینستلو کارکوونکي وايي، په کولنګ او بېلچه یې د کان کیندنې چارې مخ ته نه ځي.

په تخار ولایت کې نه یوازې د کلفګان ولسوالۍ د مالګې کان په ناقانونه توګه کیندل کېږي، بلکې د دغه ولایت تر لسو ډېر نور کانونه هم په نامسلکي توګه او ان ځینې وخت په قاچاقي او غلا ډول کینستل کېږي.

د تخار ولایت د کانونو رییس انجنیر فدا محمد تاشي بي بي سي ته ومنله، چې د حکومت له لوري د کانونو رایستلو په برخه کې چندان کار نه دی شوی.

د وایي، چې خصوصي مسلکي شرکتونو ته د کان کینستلو د چارو سپارلو هڅې روانې دي.

په تخار ولایت کې د سرو زرو، د ډبرو سکرو، مالګې، ګچ او چونې تر ۴۰ ډېر کانونه دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .