کندهاریان: د بنديانو برخليک روښانه کړﺉ

د خپريدو وخت: 20:39 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391

دغو کسانو دا ادعا هم کوله چې چې گنې د ملې امنیت اداره په ناحقه خلک نيسي او بنديان کوي.

د كندهار ولايت یو شمېر اوسېدونكي له سیمه ییزې ادارې غوښتي چې د بنديانو برخليک يې روښانه کړي.

په لسگونو دغه کسان چې د ښار او ځينو ولسواليو څخه د کندهار پریس کلب کې راټول شوي وو د ملي امنیت پر ادارې تور پورې کړ، چې زندانیان ربړوي او ځوروي او د کلونو راهیسې ناروښانه برخليک لري.

دغو کسانو دا ادعا هم کوله، چې گنې د ملې امنیت اداره په ناحقه خلک نيسي او بنديان کوي.

د غونډې برخه والو له عدلي او قضایي ادارو هم شکايت کاوه چې له قانون سره سم د بنديانو اړونده دوسيې په خپل وخت نه ارزروي.

"دکندهار د خلګو استازې عبدالرحیم ایوبی د سيمه ييزو چارواکو هغه ادعا هم ردکړه چې گنې دغه خلک د ځانگړو کسانو په اشاره راټول شوي دي"

یو شمېر برخه والو دا هم ويل چې د ملي امنیت اداره یې پرغوښتنو هېڅ سره نه گروي.

په دې ورستیو کې په ولسې جرګه کې د کندهار د خلکو استازو هم پر سیمه ییزې ادارې نيوکه کړې چې د کندهاريانو ستونزو اورولو ته هېڅ پاملرنه نه کوي .

د کندهار د خلکو استازي عبدالرحیم ایوبي د سيمه ييزو چارواکو هغه ادعا هم ردکړه چې گنې دغه خلک د ځانگړو کسانو په اشاره راټول شوي دي

په همدې لړ کې په ولسي جرګه د کندهار د خلکو استازي محمد نعیم حمیدزي لالي هغه لسګونه عرض پاڼې هم رسنیو ته وښودلې چې د خلکو له خوا ورسپارل شوي وو.

خو د کندهار سيمه ييزې ادارې چارواکي وايي په پرله پسې توگه د خلکو ستونزې اواروي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .