د مولوي فقیر محمد په اړه افغان- پاک خبرې

د خپريدو وخت: 10:23 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

د مولوي فقیر نیول کېدل د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکارۍ او باور څرګندونه کوي. معظم خان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، لندن کې د درې اړخیزې غونډې پر مهال پاکستاني چارواکو ورته وویل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د زندانیانو د تبادلې په اړه کوم تړون نه شته او له همدې امله دوی نه شي کولای په خپلو زندانونو کې شته ‌طالب بندیان افغان حکومت ته وسپاري.

په ورته مهال کې ویل کېږي، چې وړمه شپه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپلې پاکستانۍ سیالې سره د نیول شوي پاکستاني ‌طالب قومندان مولوي فقیر محمد په اړه خبرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي پاکستانی ‌طالب قومندان مولوي فقیر محمد باید ژر تر ژره دغه هېواد ته وسپارل شي.

د پنجشنبې په ورځ (فبرورۍ/۲۱) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند معظم خان ویلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي زلمي رسول د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن حنا رباني کهر ته د مولوي فقیر محمد د نیول کېدو په اړه ویلي و.

بل لوري، رسنیو ته په یوه لېږل شوي پېغام کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي ویلي، د لندن غونډې پر مهال افغان حکومت له پاکستاني مقاماتو وغوښتل، چې په پاکستاني زندانونو کې بندي طالبان دوی ته وسپاري چې وکولی شي افغانستان کې د سولې او روغې جوړې په هڅو کې شامل شي.

خو د ښاغلي موسی زي په وینا پاکستاني مقاماتو په ځواب کې وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ د زندانیانو د تبادلې کوم تړون نه شته او له همدې کبله دوی نه شي کولی په خپلو زندانونو کې بندي طالبان افغان حکومت ته وسپاري.

پېغام کې دغه راز ویل شوي، چې د افغان حکومت په باور افغانستان ته د ‌طالب بندیانو سپارل په افغانستان کې د سولې له پروسې سره غوره مرسته کولی شي او افغان حکومت چمتو دی، چې په دې لړ کې له پاکستاني حکومت سره نورې خبرې وکړي.

په پېغام کې دا هم ویل شوي، چې په دا وروستیو کې د یوه "کس" د نیول کېدو په اړه د افغان حکومت څېړنې روانې دي.

د پاکستان غبرګون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، موږ هیله کوو، چې مولوی فقیر محمد به ژر تر ژره پاکستان ته وسپارل شي، ځکه د نوموړي لاسونه د ډېرو بې ګناه پاکستانیانو په وینو ککړ دي.

د ویاند په خبره د مولوي فقیر نیول کېدل د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکارۍ او باور څرګندونه کوي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل موږ هیله مند یو، چې هغه ټول کسان چې په پاکستان کې په مخالفو فعالیتونو تورن دي، ونیول شي او پاکستان ته وسپارل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .