په شپږو افغان ولايتونو کې څارندويان بيا فعاله شول

د خپريدو وخت: 18:49 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

د دغې ټولنې د چارواکو په خبره، ټول غړي یې د مرستون ماشومان دي.

د افغانستان د څارندیوانو ټولنې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې د خپل کار د پیلولو دریمه کلیزه ولمانځله. د دغې ټولنې ډېری غړي د مرستون ماشومان دي.

دا ټولنه، چې یو نادولتي بنسټ یې ملاتړ کوي، د افغانستان په شپږو ولایتونو کې فعالیت کوي او تر ۱۰۰۰ ډېر غړي لري چې ۴۰۰ تنه یې نجونې دي.

یو شمېر ماشومان چې عمرونه یې له اوو تر ۱۵کلونو دي په دوو لیکو کې کې ولاړ و، ترانې يې ويلې او د سرکس په زړه پورې نندارې يې وړاندې کړې.

د دغو ماشومانو ځانګړې جامې په تن وې.د افغانستان د څارندویانو یوه داسې ټولنه ده، چې درې کاله مخکې یې په افغانستان کې په کار پیل کړی او د یوه نادولتي بنسټ لخوا يې ملاتړ کېږي.

د دغې ټولنې د چارواکو په خبره، ټول غړي یې د مرستون ماشومان دي.

د دې ټولنې چارواکي همداراز وايي، د ماشومانو لپاره بېلابېل ښوونیز پروګرامونه لري، چې له لارې يې خپلې ټولنې ته د چوپړ لپاره هڅول کېږي.

د افغانستان د څارندویانو دغه ټولنه د پوهنې وزارت له څارندوی څخه بېله ده، چې د یوه ریاست په بڼه د دغه وزارت په چوکاټ کې کار کوي او په مراسمو او دولتي تشریفاتو کې ترې ګټه اخېستل کېږي.

خو په افغانستان کې د څارندویانو شتون تر ۸۰ کالو ډېر تاریخ لري او له هماغه پیله یې تر اوسه حالت له لوړو ژورو سره مخامخ شوي دي.

د دې لړۍ پیل د یوه ملکي بنسټ په توګه رامنځ ته شوی و او غړو به یې په ټولنیزو رضاکارانه کارونو کې مرسته کوله.

ویېل کېږي، چې د څارندویانو ټولنې د نړۍ په ۱۶۱ هېوادونو کې فعالیت کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .