د غور والي ولایت لپاره نور امنیتي ځواکونه غواړي

د خپريدو وخت: 18:38 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

غور چې د افغانستان مرکزي ولایت دی، د لعل او سرجنګل، چهار سده، دولتیار او مرکز چغچران امنیتي مسوولیت یې افغان امنیتي ځواکونه ته وسپارل شو.

د افغانستان د مرکزي ولایت غور والي وايي، دغه ولایت له څلورو خواوو د زرګونو وسله والو مخالفینو په محاصره کې دی.

سيد انور رحمتي بي بي سي سره په خبرو کې، د مرکز چغچران او ځینو ولسوالیو د امینتي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او له مرکزي حکومت نه یې غوښتنه وکړه چې دغه ولایت ته دې نور امنیتي ځواکونه هم واستوي.

د غور والي په داسې مهال کې دا څرګندونې کوي چې د دغه ولایت د ځینو ولسوالیو امنیتي مسوولیت تېره ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شو.

غور چې د افغانستان مرکزي ولایت دی، د لعل او سرجنګل، چهار سده، دولتیار او مرکز چغچران امنیتي مسوولیت یې افغان امنیتي ځواکونه ته وسپارل شو.

خو د دې ولایت په شپږو ولسوالیو کې امنیتي مسوولیتونه لا هم د بهرنیو ځواکونو په غاړه دي.

د غور والي سيد انور رحمتي بي بي سي ته وویل، غور د یو شمېر نا امنو ولایتونو سره ګډه پوله لري او له همدې امله له څلورو خواوو د دولت د مخالفه وسله والو په محاصره کې دی.

"موږ د فراه، هلمند، بادغیس او فاریاب سره ګډه پوله لرو او تر ډېره په هغو سيمو کې چې دغو ولایتونو سره ګډه پوله لري د وسله والو مخالفینو مرکزونه او حضور شته. د دې ترڅنګ ګڼ شمېر نامسووله وسله وال چې شمېر یې ۱۲۶ ډلو ته رسېږي، د غور ولایت په بېلا بېلو سمیو کې فعالیت کوي. دې دواړو ډلو موږ اندېښمن کړي یو. له ۱۰ زرو نه تر ۱۵ زرو پورې نا مسووله وسله وال دي چې د غور ولایت په بېلا بېلو سيمو کې په خپل سر فعالیتونه کوي، عامه نظم اخلالوي او له خلکو پیسې اخلي."

له ښاغلي رحمتي نه وپوښتل شول چې په غور کې څومره امنیتي ځواکونه شته او ایا کولای شي د دغه ولایت امنیت وساتي؟

"دلته یو د ملي اردو تقویه شوی کڼډک شته او د یو کڼډک له شمېره لږ څه د پاڅه د پولیسو ځواکونه شته دي خو د دغې ولایت پراخوالي، ټرانسپورتي ستونزو او نیونو ته په کتو سره یوه مکمله او ځواب ورکوونکې ټوله نشي شمېرل کېدای."

د غور والي له مرکزي حکومته وغوښتل چې په دغه ولایت کې د امنیت د ټینګښت لپاره دې نور امنیتي ځواکونه هم ور واستوي.

اوس مهال په غور ولایت کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ۲۰۰ لیتوانیایي سرتېري هم د ایساف د ولایتي بيارغونې په چوکاټ کې فعالیت کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .